د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


فيفا د رايې اچوونکو د نوم ليکنې او د نوملړ د چمتو کولو د پروسې بېړنی او لنډمهالی بندېدو غوښتنه کوي

دا چې فیفا د رایې اچوونکو د نوم لیکنې او نوملړ د چمتو کولو د پروسې بریالی بشپړېدل د ټاکنو د پروسې د سلامتیا او مشروعیت لپاره یوه اساسي لار ګڼي، نو د اوسني وضعیت په څېړلو سره داسې انګېري چې د پروسې چمتووالی او مدیریت یو لړ بېړنیو ګامونو ته اړتیا لري ترڅو راټوکېدلو اندېښنو ته ځواب وویل شي او هم د رایې اچوونکو د ریښتوني لېسټ چمتو کول تضمین کړي. فیفا د ټاکنو خپلواک کمیسیون پر خپلواکۍ او په ټولو حالتونو او کچو کې د قوانینو د احکامو او د ټاکنو اړوند منل شویو معیارونو پر مراعتولو باندې ټینګار کوي. د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د نوم لیکنې په پروسه کې د خلکو کمرنګه ګډون دغه باور رابرسېره کوي چې خلک لا هم بې باوره دي او د ټاکنیزو اصلاحاتو په پروسه کې د ګډوډۍ شتون د دې لامل شوی چې پر پروسې باندې د خلکو باور ترلاسه نه شي. اساسي تمرکز او یوازېنی فکتور چې کولای شي د ټاکنو د راتلونکي پر وړاندې خوشبینۍ رامنځته کړي، یوازې د رایې اچوونکو د نوملړ چمتو کول دي چې د افغانستان دولت یې باید په خپل کاري لومړیتوب کې ونیسي. د کمیسیون او د افغانستان د حکومت د وروستي تصمیم له مخې چې سټېکرونه د پېژندپاڼو د کاپي پر شا ونښلول شي، په ټولنه کې یو لړ اندېښنې راټوکولي دي. که څه هم دغه تصمیم هغه شمېر ګډون کوونکو ته چې پر اصلي پېژندپاڼو باندې یې د سټېکرونو له نښلولو څخه اندېښنه درلوده، د منلو وړ ده خو له بلې خوا دا چې د بیا ځلي نوم لیکنې د مخنیوي او د ټاکنو د پروسې روڼتیا د اغېزمنېدو په برخه کې کافي تیاری نه دی نیول شوی نو دغه چاره د اندېښنې وړ ده. نو فیفا د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د افغانستان حکومت څخه غواړي چې دغه پروسه له تمدیدېدو او ولسوالیو او کلیو ته له تلو څخه مخکې په بېړنۍ توګه او د لنډمهال لپاره ودروي او لاندې ګامونه پوره کړي: 1. د معلوماتي بانک رامنځته کول: کمیسیون دې د نفوسو د احوالو د ثبت له ادارې سره په همغږۍ یو معلوماتي بانک رامنځته کړي چې د پېژندپاڼې پر بنسټ په نوم لیکنه کې د ګډون کوونکو ټول معلومات او همدارنګه د دوی هویتي معلومات پکې وي. دغه بانک باید یو لړ مهمې ځانګړنې ولري لکه د پېژندپاڼې جعل او د بیاځلي نوم لیکنې مواردو د کنټرول او پېژندنې او تعقیب پړاونه او له ورته پېښو سره د چلند لپاره د کمیسیون له لوري لازم ګامونه په ګوته کړي.

نور جزئیات

5/14/2018

نېټه

فیفا

خپروونکی

اعلامیه مطبوعاتی

ډول

ټاکنې

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2018 | FEFA