د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


د ۱۳۹۷ د ملی شورا او دولسوالیو د شوراګانو ټاکني: دولسی جر ګې د استازو لیدلوری

په تېره یوه نیمه لسیزه کې په افغانستان کې ټاکنې تل د ناسم سیاسي او امنیتي وضعیت او مدیریتي کمزورتیا څخه اغېزمنې شوي دي. له ناسم ټاکنیز نظام څخه ګټه اخیستلو هم په شته ټاکنیزو ننګونو کې مهم رول لرلی دی. د افغانستان د ټاکنیز نظام اصلاح چې د ملي یووالي حکومت یوه ژمنه ده، د بېلابېلو سیاسي او تخنیکي لاملونو له مخې تر اوسه نه ده پلې شوې. که څه هم د هېواد د ټاکنیز نظام د اصلاح په برخه کې ځینې کوچني ګامونه پورته شوي خو شته ننګونو ته په پام سره کافي نه دي. د افغانستان د ټاکنو د اصلاح په برخه کې له پورته شویو ګامونو څخه د ولسمشر د فرمان پر بنسټ د ټاکنو د قانون تعدیل او په راتلونکي کال کې د ټاکنو د تیاریو لپاره د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې د نویو کمېشنرانو ټاکل دي. له بلې خوا د ټاکنیزو تیاریو ټکنیتوب او امنیتي ننګونو هم د خلکو تر منځ جدي اندېښنې رامنځ ته کړي چې د ملي یووالي حکومت، ټاکنیزو بنسټونو او د ټاکنو پر پروسې باندې د بې باوري لامل شوی دی. په داسې حال کې چې په پام کې ده د کال په اوړي کې وشي، خو تر اوسه اړین ۱۳۹۷ پارلماني ټاکنو دریم دور او د ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لومړی دور د ګامونه نه دي پورته شوي. له دې کبله له ټاکنو څخه مخکې د لازم ګامونو او تیاریو لپاره د ټاکنیزو ننګونو او محدودیتونو پلټل خورا اهمیت لري. د منلو وړ ټاکنې هغه مهال کېدای شي چې ټاکنیز کمیسیونونه له سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې، حکومت او نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ د هېواد د اوسني وضعیت په پام کې نیولو سره غوره لارې چارې ولټوي او د یوه عملیاتي پروګرام په چوکاټ کې کره میکانیزمونه طرحه او د پلي کېدو لپاره یې جدي هڅې وکړي. د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) د ټاکنو په برخه کې د یوه څانګپوه (متخصص) او مخکښ بنسټ په توګه د هېواد له تېرو ټاکنو څخه د خپلو څارنیزو فعالیتونو د موندنو په تېره بیا د ټاکنو خپلواک کمیسیون او کمېشنرانو د کړنو او فعالیتونو څخه د څارنې پر بنسټ تصمیم ونیوه چې د ولسي جرګې له غړو سره یوه سروې ترسره کړي. فیفا باوري ده چې د دغې سروې موندنې او د هغو د لا بډاینې په موخه له سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې سره ډلییز بحثونه په هېواد کې په رڼو او د منلو وړ ټاکنو کې مرسته کوي

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

3/6/2018

نېټه

80

د ګډون کوونکو شمېر

څلور اونۍ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2018 | FEFA