د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


خبرپاڼه: د ټاکنو حساس پړاونه، ننګونې، اندېښنې او اصلاحي وړاندیزونه

د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې په یوه حساس پړاو کې دي. د رایې اچوونکو او نوماندانو د نوم لیکنې د پروسې له پای ته رسېدو څخه وروسته د نوماندانو د لومړني نوملړ په اړه اعتراضونو او شکایتونو ته رسېدنه، له تر ټولو حساسو او مهمو پړاونو څخه دی چې روڼتیا او سلامتیا به یې د راتلونکي نظام په اغېزناکتیا او څرنګوالي کې خورا اغېزه ولري او اصلي مسوولیت به یې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون پر غاړه وي. د رایې اچوونکو د نوم لیکنې څخه د وړاندې شویو شمېرو د سمتیا، د کمیسیون په اطلاعاتي بانک کې د رایې اچوونکو د اطلاعاتو د ثبتولو ورو او ټکنۍ پروسه، د ولسي جرګې په ټاکنو کې له بایومټریک سیستم څخه د ګټې اخیستنې په هکله د کمیسیون او سیاسي ګوندونو د خبرو ماتېدل، د ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو او د غزني د مسئلې چوپتیا، د ټاکنو د قانون د ۲۴مې مادې څلورم بند په خلاف د ټاکنو د کمیسیون د یوشمېر ولایتي مسوولینو د ناقانونه کار دوام او د کورنیو څارونکو په نشتوالي کې پر نامسووله وسلوالو کسانو باندې د شکایتونو د پلټنې د کمېټې د کار پایلې، له هغو مهمو مواردو څخه دي چې په اړه یې خورا جدي اندېښنې شته. همدارنګه داسې ښکاري چې د ولسمشریزو ټاکنو د نېټې اعلانېدل تر ډېره سیاسي بنسټ لري او تخنیکي او عملي اړخونه یې د ولسي جرګې ټاکنو ته په پام سره، په پام کې نه دي نیول شوي او د فیفا په باور په دغه نېټه کې د ولسمشریزو ټاکنو کېدل به ناشونې وي. فیفا د ټاکنو په پروسه کې له شوي پرمختګ څخه هرکلی کوي. د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشا د مشر او د مشرتابه ډلې له مقررېدو سره سم د ټاکنیزو پروسو د سالم مدیریت په چاره کې هیلې رامنځته شوي او فیفا هیلمنه ده چې د کمیسیون د دارالانشا ډله په ورسپارل شویو چارو کې خپله خپلواکي په کلکه وساتي او د ټاکنیزو چارو په روڼتیا کې لا زیاته هڅه وکړي. د ټاکنیزو شکایتونو عادلانه او قانوني پلټنه به د ټاکنو سلامتیا او عادلانتوب تضمین کړي او هر ډول ناقانونه، سلیقه یي او د سیاسي او نورو مصلحتونو پر بنسټ چلند به پروسې ته ډېر زیان ورسوي، پر ټاکنو به ملي باور له منځه ولاړ شي او د ټاکنو مشروعیت به تر پوښتنې لاندې راشي. نو فیفا د ټاکنیزو شکایتونو له کمیسیون څخه په کلکه غواړي چې شکایتونو ته په رسېدنه کې د قانون او چلنلارو له مخې ګام پورته کړي او د شکایتونو په پلټنه کې له وېرې او سیاسي ملاحظو پرته په بې پرې او عادلانه توګه چلند وکړي.

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

8/8/2018

نېټه

فیفا

خپروونکی

خبرپاڼه

ډول

ټاکنې

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2018 | FEFA