د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


د ټاکنو د روڼتیا لپاره د څارونکو بنسټونو د اتحاد ګډه خبرپاڼه

کابل ـ «د ټاکنو د روڼتیا لپاره د څارونکو بنسټونو اتحاد» د څارونکو، متخصصو او په ټاکنو کې له ښکېلو بنسټونو څخه جوړ دی او د ټاکنو د روڼتیا او د عدالت د ټینګښت غوښتنه کوي. دغه اتحاد د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د روڼتیا د ټینګښت په موخه د ګډې همکارۍ د اړتیا په پام کې نیولو سره په دې وروستیو کې جوړ شوی دی. یاد اتحاد د ټاکنو له وضعیت او پرمختګونو څخه په پرله پسې او تلپاتې توګه څارنه کوي او خپلې موندنې او سپارښتنې له مسوول بنسټونو سره شریکوي. د ټاکنو څارونکي بنسټونه د ولایتي دفترونو د تړل کېدو لپاره د سیاسي ګوندونو د پلویانو له هڅو څخه اندېښمن دي ځکه چې دا چاره ټاکنو ته د چمتووالي پروسه زیانمنوي. په عین وخت کې یاد بنسټونه د رایې اچونې د ورځې او د رایو شمېرنې د سالم مدیریت او تنظیم لپاره د چمتووالي د پروسې له ټکنیتوب، د رایې اچونې د مرکزونو او محلاتو د مدیریت لپاره د لنډمهالو کارکوونکو په استخدام او روزنې کې ځنډ، د حساسو ټاکنیزو توکو او اجرااتو په اړه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نه ځواب ویلو او حساب ورکولو، د کمیسیون او دارالانشا په مشرتابه کې د مخالفتونو او بې باورۍ شتون، د امنیتي ارزونو او د رایې اچوونکو د نفوسو له مخې د رایې اچونې د مرکزونو او محلاتو د شمېر نه نهایي کېدل، د ټاکنو په درشل کې د ناامنیو پراختیا او د یوشمېر نوماندانو وژل کېدو، د مهمو ټاکنیزو پېښو پر وړاندې د مسوولو ادارو غیرتخصصي چلند، د بنسټونو د څارنیزو رول سمبولیک کولو او د سیاسي ګوندونو، د نوماندانو د استازو او د ټاکنو د څارونکو بنسټونو پر مټ د څارنې او مشاهدې د اغېزناکو لارو چارو په برخه کې د پلان نشتوالي، د یوشمېر نوماندانو پر مټ له وخته مخکې کمپاینونه او د مخنیوي او سزا لپاره یې د مسوولو ادارو له لوري د په وخت ګامونو نه پورته کېدو، د رایې اچوونکو د لړلیک پر سلامتیا او اعتبار باندې د اغېزمنتیا د مواردو د پلټنې او تدقیق په موخه د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د نفوسو د احوالو د ثبت د ادارې تر منځ د ګډې تخنیکي وړتیاو نشتوالي، د عامه پوهاوي د اغېزناکو پروګرامونو نه ترسره کېدل او د مسوولو بنسټونو او د قانوني تصرېحاتو په شتون کې د نااړینو فرمانونو صادرېدو څخه په کلکه اندېښمن دي. د دغه اتحاد په باور، که چېرې ټاکنیز کمیسیونونه، د افغانستان حکومت او سیاسي ګوندونه/بهیرونه د معتبرو او رڼو ټاکنو ترسره کېدو لپاره په ګډه له یو بل سره همکاري ونکړي، نه یوازې دا چې ټاکنې به له خپلې ټاکلې نېټې څخه وځنډېږي، بلکې دغه وضعیت په هېواد کې سیاسي کړکېچونو او بې ثباتۍ ته هم لار هواروي او ان ولسمشریزو ټاکنو ته هم جدي زیانونه رامنځته کوي.

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

9/17/2018

نېټه

25

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځنۍ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2018 | FEFA