د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


د ښځو چارو وزارت: ″د عامه پوهاوي په ټولو برخو کې له فیفا سره همکارۍ ته چمتو یوو″

کابل - د فیفا موسسې د عدالت غوښتنې پنځلسمه غونډه د ښځو چارو وزارت د مالي او اداري مرستیالې مېرمن فوزیه حبیبي په ګډون جوړه کړه. په دې غونډه کې د سیاسي ګوندونو، د مدني ټولنې د بنسټونو استازو او رسنیو هم شتون درلود. لومړی د فیفا د پروګرامونو مسوول محمد نعیم اصغري د ټاکنیزو اصلاحاتو د ارزښت، د فیفا او د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې د کاري ډلې هڅو او په راتلونکو ټاکنو په تېره بیا د ولسوالیو د شوراګانو په ټاکنو کې د ښځو چارو وزارت رول په هکله په تفصیل سره څرګندونې وکړې. نوموړي وویل دا چې د ښځو چارو وزارت د ښځو اړوند ټولو برخو کې یو پالیسي جوړوونکی او د دغو پالیسیو څارونکی وزارت دی نو د دغه وزارت له مشرتابه څخه یې په ټاکنیزو بهیرونو کې د ښځو سیاسي ګډون په پیاوړتیا کې د هغو اغېزمن رول په هکله یو لړ پوښتنې وکړې. ورپسې د یاد وزارت مرستیالې د ښځو چارو وزارت او فیفا موسسې تر منځ دوه اړخیزې همکارۍ او د ټاکنیز اصلاحاتو د بنسټیزو اصولو اعلامیې خپرول د ټاکنو له بهیر څخه د ملاتړ په برخه کې یو ګټور او ښه ګام وباله او د ښځو چارو وزارت په استازیتوب یې له فیفا موسسې څخه د منندوینې تر څنګ په ولایتونو کې د پوهاوي ورکولو پروګرامونو د پرمخ بېولو لپاره د لازیاتو همکاریو اعلان وکړ او د ټاکنیزو اصلاحاتو د بهیر ګړندي کولو لپاره یې د فیفا د عدالت غوښتنې ډلې کار وستایه. همدارنګه نوموړې زیاته کړه چې د ښځو چارو وزارت بنسټي مکلفیت د عامه پوهاوي د کچې لوړول او ذهنیت ورکول دی. د ښځو چارو وزارت د پوهاوي ورکولو په پنځمه غونډه کې یادونه وکړه چې د کورنیو چارو، حج او اوقافو وزارت، د لوړو زده کړو وزارت، پوهنې وزارت او د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همکارۍ یو منظم پروګرام تر لاس لاندې لري او هیله من دی چې د دغو پروګرامونو له لارې په ټولنه کې د ښځو رول په هکله د پوهاوي کچې لوړولو او د هغو د ټولنیزو او سیاسي حقونو منلو ته لار هواره شي. مېرمن حبیبي همدارنګه وویل چې ټاکل شوې چې د دغه وزارت د پوهاوي ورکولو پروګرامونو زیاتوالي په برخه کې د دغه وزارت او د کلیو پراختیا او کرنې او مالدارۍ وزارتونو تر منځ هوکړه لیکونه لاسلیک شي. د هغې په وینا ولسمشر هم د کلیو پراختیایي شوراګانو کې د ښځو رول تایید کړی، داسې چې په ټولو کلیو او بانډو کې ښځې خپلې ستونزې، ننګونې او وړاندیزونه د خپلو استازو له لارې د کلیو پراختیایي شوراګانو ته ورسوي. نوموړې همدارنګه وویل چې د پوهاوي ورکولو په برخه کې له حج او اوقافو وزارت سره یو هوکړه لیک لري خو دا چې ټول جوماتونه رسمي نه دي، تر اوسه نه دي توانېدلي چې د پوهاوي ورکولو دغه پروګرامونه پلي کړي.

نور جزئیات

1/13/2016

نېټه

30

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځنۍ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2018 | FEFA