د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


د اجرایه ریاست د ښځو او ځوانانو چارو مشاوریت سره د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې غونډه

د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې غونډه د مېرمن حبیبه سرابي (د ښځو او ځوانانو د چارو سلاکاره) په مشري د سې شنبې په ورځ د اجرائیه ریاست په مقام کې د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې د غړو (د پارلمان استازې، د اجرائیه ریاست، د ښځو چارو وزارت، د سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنې د بنسټونو سلاکارانې او د ښځو د منشور غړې) په ګډون په اجرائیه ریاست کې جوړه شوه. لومړی مېرمن سرابي حاضرینو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ زیاته کړه:"دا چې د اړوند کمېټې مسوولیت د مېرمن سیما غني او مریم آروین پر غاړه و نو ښه ده چې لازیات توضېحات د هغو له خولې واورو." مېرمن سیما غني لومړی د کمېټې د کار د پیل په هکله حاضرینو ته معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې څو موده وړاندې فیفا یوه څېړنه وکړه او په رهبري او سیاسي کچو کې یې د ښځو ګډون وپلټه او د ښځو ننګونې یې هم په ګوته کړې. دې زیاته کړه چې فیفا په هغه غونډه کې چې له مېرمن سرابي سره یې د دغه رپوټ د شریکولو په اړوند درلوده، هغې غوښتنه وکړه چې په دې مواردو کې بحث او تصمیم ونیول شي او په دې هکله عدالت غوښتنه وشي. دې زیاته کړه چې مخکې له دې هم د عدالت غوښتنې دوه ډلو د ښځو لېسټ درلوده او له وزارتونو سره یې لیدل خو د هغو کار ګټور نه و او د پام وړ بدلونونه یې نه درلودل. نوموړې زیاته کړه چې موږ وغوښتل چې پوه شو د ښځو ضعفونه کوم دي ترڅو یې د له منځه وړلو هڅه وکړو نو کمېټه رامنځ ته شوه او د ښځو ننګونې وپلټل شوې او په هېواد کې د نخبه ښځو لېسټ ترلاسه شو. البته دغه کار د فیفا په تخنیکي همکارۍ وشو. دې زیاته کړه چې د کمېټې د کار په څلورو میاشتو کې زموږ موخه د لېسټ بشپړول او چمتو کول و ترڅو د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې ټولو غړو ته یې راوړو. او له ټولو حاضرینو څخه یې وغوښتل راتلونکي ګامونه مشخص کړي. په دوام کې مریم آروین (د فیفا د ښځو او ځوانانو د څانګې مسووله) د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې د لومړنۍ غونډې د جوړولو لپاره د اجرائیه ریاست له مشاوریت څخه منندوینه وکړه او زیاته یې کړه چې د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې کاري کمېټه د لومړۍ غونډې د پرېکړې پر بنسټ جوړه شوې چې د غړي یې مېرمن سیما غني (د ښځو د منشور غړې)، مېرمن حمیرا ثاقب (د اکسین مشره)، مېرمن ګل مکۍ صافي (د اجرائیه ریاست سلاکاره)، مېرمن عادله بهرام (د جمهوري غوښتونکي ګوند مشره)، مېرمن پرستو یاري (د اجرائیه ریاست د مشاوریت سکرتره)، مېرمن رویا سادات (د رویا فلم مسووله)، مېرمن آمنه (د چارو ادارې استازې)، مېرمن وحیده رسولي (د افغان ښځو د ښوونیز مرکز)، مریم آروین (د فیفا د ښځو او ځوانانو د څانګې مسووله)، وږمه عزیزي (د فیفا د ښځو او ځوانانو د څانګې مرستیاله) وو.

نور جزئیات

4/19/2016

نېټه

20

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځنۍ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2018 | FEFA