د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


مشرانو جرګې له فیفا ستاینه وکړه

مشرانو جرګې نن د فیفا موسسې د مشرتابه پلاوي او ځینو کارکوونکو څخه د پارلماني مشاهدې او ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې د دغه بنسټ له فعالیتونو ستاینه وکړه. په هغه غونډه کې چې د مشرانو جرګې د منشي او ځینو سناتورانو په ګډون د ملي شورا په ودانۍ کې جوړه شوې وه، دغې جرګې د ستاینلیک په ورکولو سره د فیفا موسسې څخه ستاینه وکړه. د مشرانو جرګې منشي ډاکټر محمدطیب عطا د پارلماني مشاهدې په برخه کې د فیفا له کړنو څخه په ستاینې وویل: "فیفا د تېرو څو کلونو په اوږدو کې تل د پارلمان له کړنو څخه خلک خبر کړي او له خلکو سره د اړیکې ټینګولو او کاري روڼتیا د کچې لوړولو په برخه کې یې له دغه بنسټ سره ډېره مرسته کړې ده." هغه همدارنګه وویل چې مشرانو جرګه د دغې موسسې فعالیتونو او هڅو ته د قدر په سترګه ګوري او هغه د ستاینې وړ بولي. د فیفا اجرائیوي مشر محمد یوسف رشید هم د ملي شورا د مشرانو جرګې څخه مننه وکړه او ویې ویل: "فیفا یو ملي بنسټ دی چې تل د خلکو په رایو باندې ولاړ بهیرونو او جوړښتونو د پیاوړتیا په برخه کې کار کوي." هغه وویل چې دوی تل له پارلمان سره همکار دي او هڅه کوي ترڅو د دغه بنسټ له مثبتو ټکو او لاسته راوړنو څخه خبر کړي. دغه غونډه د فیفا موسسې مشرتابه پلاوي او د پارلماني مشاهدې برخې کارکوونکو ته د ستاینلیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

نور جزئیات

5/3/2017

نېټه

20

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځنۍ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2018 | FEFA