د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


فیفا د ملي شورا له دیارلسم اجلاس څخه خپلې مشاهداتي موندنې خپرې کړې

فیفا د پارلمان له کړنو او فعالیتونو څخه د مشاهدې پروګرام د ۱۳۹۰ کال په مرغومي (د ۲۰۱۲ کال جنوري) کې پيل کړ. دغه پروګرام د لومړي ځل لپاره د هېواد په کچه د فیفا پر مټ پیل شو. د پارلماني مشاهدې موخه سربېره پر دې چې په پارلمان کې د روڼتیا کچه لوړېږي او د پارلمان او مدني ټولنې اړیکې لا ټینګېږي، په جرګه کې د وکیلانو د کړنو له بهیر څخه موکلینو ته معلومات او خبرتیا ورکول کېږي. معلوماتو ته د لاسرسي له حق څخه د ښاروندانو برخمنتیا ته په پام سره د هېواد هر ښاروند یا وګړی حق لري چې پوه شي وکیل یې کوم کارونه کوي. د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه (فیفا) د دغه حق په پام کې نیولو سره او د «پرانیستي پارلمان» د نړیوالې اعلامیې پر بنسټ د هېواد د نافذه قوانینو په چوکاټ کې د قانون جوړونې له دغه بنسټ څخه مشاهده کوي. د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه (فیفا) په دواړو جرګو کې د خلکو استازو او د «ولس کور» ته په درناوي سره د دوه اړخیز هوکړه لیک پر بنسټ د دواړو جرګو له عمومي غونډو او د ځینو کمیسیونونو له غونډو څخه مشاهده کوي او خپلې مشاهداتي موندنې له توحید او شننې وروسته د ورځنیو رپوټونو په چوکاټ کې په انټرنټي پاڼه او ټولنیزو شبکو کې او همدارنګه د اونیزو او شپږ میاشتنیو رپوټونو په ډول یې خپروي. فیفا د ولسي جرګې له کړنو څخه د ښاروندانو د خبرتیا په موخه له ښاروندانو، د مدني ټولنې له بنسټونو، د چارو کارپوهانو، تحصیلي بنسټونو، وزارتونو، ډیپلوماټیک بنسټونو، د مشرانو جرګې او ولسي جرګې دارالانشا سره خپلې مشاهداتي موندنې شریکوي. دغه رپوټ چې له ملي شورا څخه د فیفا د مشاهداتي برخې فعالیتونه پکې شامل دي، له ولسي جرګې څخه د فیفا د شپږ میاشتنیو مشاهدو لنډيز ښيي.

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

8/1/2017

نېټه

40

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځنۍ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2018 | FEFA