د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


د ملي یووالي حکومت له اجرائیه مشر سره د ښځو او ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې د غونډې رپوټ

د فیفا د ښځو او ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې د افغانستان اسلامي جمهوریت له اجرائیه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره ولیدل. په دغه لیدنه کې د ډلې غړو په ټاکنیزو او سیاسي څوکیو کې د ښځو د رول پر زیاتوالي باندې ټینګار وکړ. د ښځو او ځوانانو د سیاسي حقونو د غوښتونکې ډلې مسوولې د هېواد د اجرائیه مشر له ملاتړ او هڅو څخه منندوینه وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې -فیفا د ښځو او ځوانانو د سیاسي ګډون په تېره بیا په ټاکنو کې د دوی د ګډون په برخه کې د عدالت غوښتنې لپاره د ښځې او سیاسي ګډون تر سرلیک لاندې یوه هراړخیزه څېړنه کړې ده. د دغې څېړنې له لارې په ټولو ولایتونو کې د سلا او خبرو اترو پر بنسټ په راتلونکو ټاکنو کې د ښځو د ګډون تر مخ پراته خنډونه، ننګونې او لاسته راوړنې په ګوته شوي دي. ډلې په ټاکنو کې د ښځو او ځوانانو د پراخ ګډون لپاره د اساسي اصولو د اعلامیې له لارې د یادې څېړنې پایلې په دوه څپرکو او شلو اصلونو کې د هېواد له اجرائیه مشر سره شریکې کړې. د دغه پروګرام ګډون کوونکو له اجرائیه مشر څخه وغوښتل چې د ښځو او ځوانانو د سیاسي ګډون د پیاوړتیا، د ننګونو او خنډونو له منځه وړلو، په ټولنه کې د ښځو پر توان باندې د باور رامنځته کولو لپاره د پوه او تکړه ښځو د معرفي کولو، په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د ښځو د رول زیاتوالي، د ښځو د سیاسي حقونو د غوښتنې په برخه کې د اړوند بنسټونو د همکارۍ، ټاکنیزو اصلاحاتو او د برېښنایي پېژندپاڼو د وېشلو په برخه کې جدي ګام پورته کړي. اجرائیه مشر د فیفا د ښځو او ځوانانو د برخې د عدالت غوښتنې او هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل چې مدني حرکتونه د دولت او ولس تر منځ د نښلوونکي پله په توګه اغېزه لري خو ټاکنیزو اصلاحات او عدالت غوښتنه پرله پسې هڅو او غږ اوچتولو ته اړتیا لري، ځکه چې په وینا یې د ټاکنیزو اصلاحاتو د راوستلو موضوع یوه بنسټیزه او اړینه هغه ده. ډاکټر عبدالله عبدالله څرګنده کړه چې حکومت په خپل ټول توان سره د ښځو او ځوانانو د سیاسي ګډون د پیاوړتیا، په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د ښځو د رول زیاتوالي، ټاکنیزو اصلاحاتو او نورو برخو کې د مطرح شویو وړاندیزونو د پلي کولو په برخه کې هڅه کوي. نوموړي زیاته کړه چې په مشخصه توګه د ټاکنیزو کمیسیونونو د کمېشنرانو په غوراوي کې د ښځو د رول په اړه اړوند مسوولینو ته هدایت ورکوي تر څو دغه موضوع په پام کې ونیسي او تر شونې بریده په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د کمېشنرانو په توګه د ښځو ټاکنې ته پاملرنه وشي. د یادونې وړ ده چې د فیفا د ښځو او ځوانانو برخه به په ټاکنو کې د ښځو او ځوانانو د ننګونو د له منځه وړلو په برخه کې له صلاحیت لرونکو چارواکو سره خپلو د عدالت غوښتنې غونډو ته دوام ورکړي.

نور جزئیات

10/26/2016

نېټه

10

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2018 | FEFA