د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


د ۱۳۹۵ کال له لیندۍ تر کب میاشتې د ټاکنو کمېسیون د کړنو کتنه او ارزونه

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) د ۱۳۹۵ کال د لیندۍ په لومړۍ نېټه د ټاکنیزو کمیسیونونو د نویو غړو له پېژندل کېدو وروسته هڅه وکړه ترڅو د کمیسیونونو ژمنې او کړنې وڅاري او له څرنګوالي یې کمیسیون او وګړي خبر کړي چې له یوې خوا کمیسیون له هغه څخه په ګټې په خپلو چارو کې سمون راولي او له بلې خوا د هېواد وګړي لا زیات خبر شي. د ویلو ده د فیفا موسېسه په دغه رپوټ کې د درج شويو مسایلو په هکله د هغو د پېښېدو په وخت کې هم د رپوټونو، خبرپاڼو او په رسنیو کې د ګډون له لارې خپلې موندنې او نظریات له کمیسیون او د هېواد وګړو سره شریک کړي دي. خو دا دی د کمیسیون د کړنو د ارزونې او د ستونزو او نیمګړتیاوو د له منځه وړلو لپاره یې د دغه رپوټ د چمتو کولو ګام پورته کړ چې محتوا یې په لاندې سرلیکونو تشرېح شوي دي: د ټاکنو پلان جوړونه د ټاکنو په کمیسیون کې د ټاکنیزو چارو د پر مخ بېولو لپاره د لیکل شوي پلان نشتوالی د دغه بنسټ یو له تر ټولو مهمو ستونزو څخه دی چې د ټاکنو کمیسیون د نویو غړو د کار له پیل څخه تر اوسه لیدل کېږي. دغه بې پروګرامي د دې لامل شوی چې ټاکنیز اصلاحات له تطبیق څخه پاتې شي، پر ټاکنیزو کمیسیونونو باندې د خلکو بې باوري له منځه لاړه نشي او د ټاکنو وخت هم مشخص نشي. د موضوع د حقیقت موندنې لپاره ښه ده چې هغو کارونو ته اشاره وکړو چې د کمیسیون د بې پروګرامٌۍ ښکارندویي کوي: 1. د ټاکنو د کمیسیون د غړو له لوري د ۱۳۹۵ کال د لیندۍ په ۸مه د لومړني کنفرانس جوړول. په دغه کنفرانس کې د کمیسیون مشر ژمنه وکړه چې د رایې ورکوونکو نوملړ به چمتو کوي، د رایې ورکونې مرکزونه به یو ډول کوي، د ټاکنو روڼتیا به ساتي، د کمیسیون خپلواکي به ساتي او د رسنیو او څارونکو تر مخ به تصمیمونه نیسي، خو د دغو ژمنو په پلي کولو کې یې هېڅ ګام نه دی پورته کړی. 2. د اداري او مالي چارو، ساحوي او حقوقي عملیاتو د ترسره کولو لپاره د ۱۳۹۵ کال د لیندۍ په ۱۳مه د درې کمېټو له جوړښت څخه د کمیسیون خبرونه. خو تر اوسه د یادو کمېټو له کړنو څخه کوم خبر نشته. 3. د ۱۳۹۵ کال د لیندۍ په ۲۲مه نېټه د ټاکنو د وخت له اعلان څخه د کمیسیون اعتراف. د ټاکنو کمیسیون په یاده نېټه خبر ورکړ چې تر راتلونکو دریو میاشتو پورې به د ټاکنو نېټه اعلان کړي، خو تر اوسه دغه کار نه دی شوی.

نور جزئیات

11/28/2016

نېټه

50

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2018 | FEFA