د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


د عدالت غوښتنې دیارلسمه غونډه: مشرانو جرګه دې د تقنیني فرمان پر وړاندې قانوني او اصولي چلند وکړي

کابل- د فیفا یوه پلاوي په هغه غونډه کې چې د مشرانو جرګې د تقنیني، عدلي او قضایي چارو کمیسیون له مشر ښاغلي مولوي عبدالحمید منصف سره درلوده، د ټاکنیزو اصلاحاتو او په دې برخه کې د ولسمشر فرمان په هکله بحث وکړ. د فیفا د پروګرامونو مسوول محمدنعیم اصغري د دې غونډې د جوړولو لپاره د تقنین له کمېټې څخه مننه وکړه او په عمومي غونډو کې د ټاکنیزو اصلاحاتو د تقنیني فرمان په هکله د سناتورانو د لیدلوري هرکلی وکړ او هغه یې د ټاکنیزو اصلاحاتو د اهمیت او ټاکنو ترسره کېدو لپاره د سناتورانو د مسوولیت پېژندو او پاملرنې نښه وګڼله. ښاغلي اصغري وویل:"له مشرانو جرګې څخه د فیفا غوښتنه دا ده چې د ټاکنیزو اصلاحاتو د تقنیني فرمان په هکله قانوني چلند وکړي او د اساسي قانون د ۷۹ او ۱۰۹ مادو په پام کې نیولو سره په دې برخه کې ګام پورته کړي." نوموړي همدارنګه زیاته کړه:"مشرانو جرګه او ولسي جرګه د اساسي قانون د ۱۰۹مې مادې له مخې نشي کولای تقنیني فرمانونه او ټاکنیز قوانین د خپل کار په وروستي کال کې په اجندا کې ونیسي، خو د ټاکنیزو کمیسیونونو د جوړښت، دندو او صلاحیتونو د قانون په هکله دغه قانوني محدودیت نشته." د فیفا پلاوي په دې غونډه کې همدارنګه وویل، دا چې د پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو وخت د ولسمشر لخوا د راتلونکي کال په منځ کې په ګوته شوی، لازمه ده ترڅو په دې برخه کې د ملي شورا بحثونه ژر تر ژره رغنده پایلې ته ورسېږي او د ټاکنیزو کمیسیونونو له نویو غړو سره د ټاکنیزو فرمانونو د پلي کېدو د کړنلارو په هکله بحث ته لار هواره شي. د رایې ورکوونکو د نوملړ جوړولو، د رایې پاڼو جوړولو، د رایو شمېرنو او د رایو شمېرنو د مرکزونو جوړولو ته ورته چارو د کړنلارو جوړول د ټاکنو په روڼتیا او سلامتیا کې له خورا مهمو چارو څخه شمېرل کېږي. د مشرانو جرګې د تقنیني چارو د کمیسیون مشر ښاغلي مولوي عبدالحمید منصف د فیفا د مسوولینو له هڅو څخه ستاینه وکړه او ویې ویل:" موږ هڅه کوو ترڅو د ټاکنو د تقنیني فرمان په هکله ‍۱۰۹مه ماده په پام کې ونیسو، خو د جوړښت د قانون په هکله بحث کوو او ښایي د ځینو برخو په هکله د یو لړ تعدیلاتو وړاندیز هم وکړو چې په دې صورت کې له حکومت څخه غواړو ترڅو په دې برخه کې له موږ سره همکاري وکړي او د رامنځته شوې ستونزې ژر تر ژره هواري ته لار هواره کړي. ښاغلي منصف وویل:"هغه څه چې تاسو یې یادونه وکړه، مشرانو جرګې ته مهم دی او د ټاکنو په هکله د ملي شورا بحث باید ژر تر ژره نهایي شي." ۱۳۹۴ د مرغومي ۱۴مه

نور جزئیات

1/4/2016

نېټه

10

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2018 | FEFA