د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


د ځوانانو د سیاسي ګډون د پیاوړتیا د کنفرانس راپور

ځواني هغه پړاو دی چې ټول یې په بېلابېلو نومونو لکه د ژوند سپرلی او د ژوند د سرو زرو پړاو یادوي. زیاتره سپين ږیري او لوړ عمر لرونکي کسان چې کله له ځوانانو سره مخامخ کېږي، لومړی نصیحت یې هغو ته دا دی چې د ځواني په قدر پوه شي او ترڅو چې ځوان یاست خپل ژوند جوړ کړئ. دغه پړاو د فکري او فزیکي پریمانه توان او وړتیا له کبله او هم د هڅو او انګېزې له کبله د ژوند له نورو پړاوونو څخه توپیر لري. د پرمختګ، اثارو او اختراعاتو رامنځته کولو، نوښت او خلاقیت لپاره هڅه کول د دغه پړاو له بنسټیزو برخو څخه دي. ځوانان د هېواد د راتلونکي جوړوونکي او پراختیا یو له اصلي لاملونو څخه دي. دا چې د افغانستان ټولنه یوه ځوانه ټولنه ده، په ټولو برخو کې د ځوانانو شتون او د هغو د پام وړ لاسته راوړنې د لیدو وړ دي. په ښوونځيو کې د میلیونونو زده کوونکو شتون او پوهنتونونو او علمي مرکزونو ته د تلو لپاره د کانکور په ازموینه کې د ګډون لپاره د سلګونو زرو کسانو ګډون او هم په کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو کې د ځوانانو شتون دا ادعا ثابتوي. ځوانان د ولسواکۍ او د ډموکراسۍ لرونکي نوي نظام د ملاتړونکو په توګه په هېواد کې د نوي نظام له بنسټیزو ملاتړونکو او مخکښانو څخه دي. هغو په هېواد کې د ټاکنو په څو پړاوونو کې په خپل میلیوني ګډون او هم په مدني خوځښتونو کې په خپلې فعالې ونډې اخیستنې سره خپل مسوولیت او رسالت له ټولو څخه په ښه او سمه توګه ادا کړی دی. ځوانانو په ټولیزو رسنیو او ټولنیزو شبکو کې په خپل پراخ شتون سره د ولس پرمختګ او ودې په برخه کې د بنسټیزو او رغنده بحثونو ته لار هواره کړې ده. له بلې خوا سلګونه نور ځوانان له هېواد څخه د دفاع په موخه او په سرښندنې او اتلولۍ سره د دښمن پر ضد د هېواد امنیتي ځواکونو په لیکو کې جنګېږي او مبارزه کوي. هغوی د خلکو د دښمنانو پر وړاندې په خپلې زړورتیا، سرښندنې او د اتلولۍ مبارزې سره د هېواد په ښارونو، کلیو او بانډو کې د هوسا او ارامه ژوندانه شرایط برابر کړي دي. زرګونو نورو ځوانانو په لوبغالو کې زموږ د هېواد بیرغ پورته کړی او ستر ویاړونه یې ترلاسه کړي دي. له دې ټولو سره سره له بده مرغه لکه څنګه چې ښایي د ځوانانو او د هغو لاسته راوړنو څخه ستاینه نه ده شوې. نن سبا لویو اندېښنو له نخبه ګانو څخه د الوتنې وزرې اخیستي چې تر ټولو لویه یې د ستاینې د کلتور نشتوالی دی. نن سبا زموږ ډېری ځوانان او سپین ږیري سره له دې چې په بېلابېلو برخو کې یې ویاړونه ترلاسته کړي، خو لکه څنګه چې ښایي نه ستایل کېږي. د هغو لاسته راوړنو، مدیریتي او رهبري وړتیاو ته نه پاملرنه او د هغو له پامه غورځول د دې لامل شوی چې نن سبا زرګونه لوستي او تحصیل لرونکي او نخبه ځوانان له هېواد څخه تېښتې ته ملا وتړي.

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

3/17/2016

نېټه

50

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2018 | FEFA