د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


د « ښځې او سیاسي ګډون » د کنفرانس بشپړ راپور

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) ښځو او ځوانانو ته د پوهاوي ورکولو برخې د «ښځې او سیاسي ګډون» د راپور د موندنو وړاندې کولو په موخه د روان کال د مرغومي په ۱۶مه نېټه د کابل ښار په ساپي لنډمارک هوټل کې د ښځې او سیاسي ګډون تر سرلیک لاندې یو کنفرانس جوړ کړ. دغه راپور د هېواد په اتو زونونو کې د اتو ډله ییزو بحثونو او په شپږو زونونو کې له شپږو مشورتي غونډو برابر شوی دی. په دغه کنفرانس کې شاوخوا سل تنه ګډون کوونکو د ملي شورا (ولسي جرګې او مشرانو جرګې) استازو، د بشري حقونو کمیسیون او د ټاکنیزو کمیسیونونو استازو، د سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنې د بنسټونو د جندر برخو مسوولینو او هم د ولسمشرۍ او اجراییه ریاست استازو، د ښځو چارو وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د حج او اوقافو وزارت او د چارو ادارې (اداره امور) استازو ګډون درلود. په دغه کنفرانس کې د موخو د معرفي کولو سربېره د ښځې او سیاسي ګډون د رپوټ د موندنو او وړاندیزونو په هکله بحث وشو. د پنل غړي: ښاغلی محمدنعیم اصغري (د فیفا د پروګرامونو مسوول)، مېرمن عادله بهرام (د ولسمشرۍ سلاکاره او د جمهوري غوښتونکو د ګوند مشره) مېرمن پرستو یاري (د اجراییه ریاست د سلاکار سکرتره)، مېرمن مریم آروین (د فیفا د ښځو او ځوانانو لپاره د پوهاوي ورکولو مسووله) او ښاغلی عقیل آزاد (د فیفا د څېړنې برخې مسوول)

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

1/6/2016

نېټه

100

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2018 | FEFA