د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه

د پارلماني مشاهدې په هکله

پارلماني مشاهده د فیفا یو له مهمو پروګرامونو څخه دی. د دغه پروګرام موخه د پرانیستي او حساب ورکوونکي پارلمان پیاوړتیا او خلکو ته د حساب ورکولو لپاره د وکیلانو هڅول دي. فیفا په منظمه توګه د پارلمان غونډې او کړنې تر خپل څارنیز پوښښ لاندې راولي او خپلې موندنې د اونیزو رپوټونو په چوکاټ کې له خلکو سره شریکوي. فیفا د پارلماني مشاهدې پروګرام په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې د پارلمان له کړنو څخه د منظم رپوټ ورکولو په موخه پیل کړ. د پارلماني مشاهدې انټرنټي پاڼه له خلکو سره د پارلمان د رپوټونو د شریکولو په موخه رامنځته شوې ده. اوس مهال د پارلماني مشاهدې انټرنټي پاڼه د افغانستان د پارلمان د فعالیت او کړنو په هکله د معلوماتو یوازېنۍ مرجع ده.


د فیفا د پارلماني مشاهدې د برخې مهم فعالیتونه:

رپوټونه

د فیفا د پارلماني مشاهدې برخه خپلې مشاهداتي موندنې له شننې وروسته په ورځنۍ او اونیزه توګه او له هرو شپږو میاشتو وروسته خپروي

د ټاون هال غونډې

د فیفا د پارلماني مشاهدې برخه د ټاون هال غونډې د ولایتونو په کچه جوړوي ترڅو د خلکو ستونزې واوري او د هواري لپاره یې عملي لارې چارې وړاندیز کړي.

ګردی مېز

د فیفا د پارلماني مشاهدې برخه د پارلمان د هر تقنیني اجلاس په پای کې ګردي مېزونه جوړوي ترڅو خپلې مشاهداتي موندنې د چارو له کارپوهانو او متخصصینو سره شریک کړي.

پارلماني مشاهده

د فیفا د پارلماني مشاهدې برخه د افغانستان د ملي شورا د دواړو جرګو عمومي غونډې او د کمیسیونو غونډې په منظمه او دوامداره توګه مشاهده کوي.

له محصلینو سره پروګرام

د فیفا د پارلماني مشاهدې برخه د بېلابېلو پوهنتونونو د محصلینو لپاره د معلوماتو پروګرامونه جوړوي ترڅو د پارلمان د دندو، واکونو او کړنو په هکله د محصلینو د پوهاوي کچه لوړه شي.

نظرپوښتنه

د سروې/نظرپوښتنې ترسره کول د فیفا د پارلماني مشاهدې د برخې له مهمو فعالیتونو څخه دی. نظرپوښتنه زیاتره د پارلمان اړوند موضوعاتو په هکله د پارلمان له غړو سره ترسره کېږي.

پالیسي پېپر

د فیفا د پارلماني مشاهدې برخه تخنیکي او مسلکي پالیسي پېپرونه چمتو کوي او د پارلماني کاري پروسو د سمون او یا د اصلاحاتو رامنځته کېدو لپاره یې د پارلمان له غړو سره شریکوي.

د مدني ټولنې د بنسټونو ګډون

د مشاهداتي موندنو په بحث او پلټنو کې د مدني ټولنې د بنسټونو او خلکو ونډه اخیستل ارزښتمن او د اهمیت وړ دی. مدني بنسټونه او خلک کولای شي چې د پارلمان په حساب ورکولو او د اوسنیو ستونزو د هواري په برخه کې د اهمیت وړ رول ولوبوي.

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2018 | FEFA