د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه

د فیفا بنسټ اېښودونکی

ښاغلی نادر نادري د کلونو لپاره د فیفا عمومي مشر و، خو د ۱۳۹۵ کال د غبرګولي په پنځلسمه یې په رسمي توګه د فیفا له عمومي ریاست څخه استعفا وکړه. نوموړي څرګنده کړه چې وروسته له دې د فیفا د عمومي مشر په توګه خپل کار ته دوام نشي ورکولای ځکه چې د عامه او ستراتیژیکو اړیکو په چارو کې د ولسمشر د سرسلاکار په توګه ګمارل شوی دی. ښاغلي نادري د فیفا د عمومي مشر په توګه د خپل ماموریت په اوږدو کې د دغه بنسټ لپاره ډېر کارونه وکړل او ډېر بریالیتوبونه یې لاس ته راوړل. ده د فیفا د بریالیتوب لپاره ډېر زحمتونه وګالل او د دغه بنسټ په تاسیس او په یوه تخصصي بنسټ باندې یې بدلولو کې د پام وړ رول ولوباوه. ښاغلی نادري د یوه ازاد او ډموکراټیک افغانستان جوړولو ته ژمن دی او موخو ته د رسېدو لپاره یې د فیفا د سم مدیریت او رهبرۍ په برخه کې رغنده او نه ستړې کېدونکې هڅې کړي دي. ښاغلی نادري همدارنګه د بیان د ازادۍ سفیر دی او د یوه خپلواک غږ په توګه د بیان د ازادۍ د دفاع او پیاوړتیا په برخه کې دروند مسوولیت ور په غاړه دی. د فیفا مدیره پلاوي په یوه سخت تصمیم کې د دغه بنسټ له ریاست څخه د ښاغلي نادري استعفا ومنله خو له هغه یې وغوښتل چې د فیفا د بنسټ اېښودونکي پست وساتي.

اجرائیه مشر

ښاغلی محمد یوسف رشید د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي څخه فارغ شوی دی. ښاغلی رشید د څېړنې، د پروګرامونو مدیریت او ظرفیت جوړونې په برخه کې ډېرې تجربې لري. نوموړی د ټاکنو او ډموکراسۍ په برخه کې د Bridge تایید شوی ټرېنر دی او د پښتو او دري ژبو سربېره پر انګرېزي ژبه هم بشپړ برلاسی لري. ښاغلي رشید په ۲۰۰۳ زېږدیز کال کې د اساسي قانون د لیکلو په پروسه کې د سرڅېړونکي په توګه دنده درلوده. ده څه دپاسه ۶ کاله د امریکا د ملي ډموکراټیک انسټیټیوټ سره په مدیریتي پستونو کې کار کړی دی. ښاغلي رشید د څلورو کلونو لپاره د ملي ډموکراټیک انسټیټیوټ د ټاکنیزو پروګرامونو د رهبرۍ مسوولیت پر غاړه درلود او په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې یې د ټاکنو د څارنې په برخه کې د دغه بنسټ د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده. ښاغلی رشید په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې د ولسمشرۍ د ټاکنو پر مهال مسوولیت واخیست چې د ملي ډموکراټیک انسټیټیوټ همکار ملي بنسټونه د ټاکنو د څارنې لپاره چمتو کړي. د ۲۰۱۴ کال په جون میاشت کې ښاغلي رشید د ملي ډموکراټیک انسټیټیوټ پرېښوده او فیفا د اجرائیه مشر په توګه یې په کار پیل وکړ. په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان د مدني ټولنې بنسټونو نوموړی د ټاکنیزو کمیسیونونو د کمېشنرانو د غوراوي په کمېټه کې د خپل استازي په توګه وټاکه.

مدیره پلاوی

مدیره پلاوی له ۷ غړو څخه جوړ دی. دغه غړي د یوې پنځه کلنې دورې لپاره ټاکل شوي دي. د مدیره پلاوي کاري دوره د ۲۰۱۲ کال په فبرورۍ میاشت کې پيل شوې او د مدیره پلاوي غړي په اقتصاد وزارت کې ثبت شوي دي. د فیفا د بنسټپاڼې له مخې د مدیره پلاوي یو پر دریمه برخه غړي باید له هغو کسانو څخه وټاکل شي چې مخکې یې د دغه پلاوي غړیتوب درلود. د فیفا د بنسټپاڼې له مخې مدیره پلاوی د بنسټ صلاحیت لرونکې او د افغانستان خلکو، د فیفا شبکې او د دغه بنسټ رضاکارانو ته حساب ورکوونکې مرجع ده.

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA