د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو د نېټې اعلان په تړاو د فیفا خبرپاڼه
«فیفا د پارلماني او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنو د نېټې د اعلانېدو په تړاو د ټاکنو خپلواک کمیسیون له دغه ګام څخه هرکلی کوي او هغه د شته بندون په هوارېدو کې اساسي ګام بولي. په عین وخت کې فیفا د ټاکنو خپلواک کمیسیون څخه غواړي ترڅو هغه بنسټونه چې په ټاکنو کې رول او مسوولیت لري، له همدا اوسه څرګند شي.» ۱۳۹۶/ د چنګاښ لومړۍ کابل – که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون له لوري د ټاکنو اعلان شوې نېټه (۱۳۹۷ د چنګاښ ۱۶مه) په داسې فصل کې ده چې امنیتي ګواښونو زیاتېږي. معمولا په داسې شرایطو کې چې د امنیتي پېښو کچه لوړېږي، د پروسې امنیتي مدیریت یوه مهمه ننګونه ګڼل کېږي، خو سره له دې هم فیفا تمه لري ترڅو د امنیت ټینګښت لپاره اړین ګامونه پورته شي. د یادونې وړ ده چې د راتلونکو ټاکنو اعلان شوې نېټه ښایي پر ولسمشریزو ټاکنو باندې چې له دغو ټاکنو څخه وروسته په ۸ میاشتني ځنډ کې به د ۹۸ کال په وري میاشت کې وشي، اغېزې ولري. ځکه چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره تیاری محدودوي او د کمیسیون لپاره به ګرانه وي چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره ټول اساسي او بنسټیز ګامونه لکه څنګه چې ښایي پورته کړي. هغه څه چې په اوسنيو شرایطو کې مهم دي، فیفا لاندې وړاندیزونه کوي: ۱- د ټاکنو د عملیاتي پروسې لپاره د کره پلان جوړول او د بنسټونو او سکتورونو تر منځ همغږي، همکاري او چمتووالی له همدا اوسه د کمیسیون پر مټ په لومړیتوب کې ونیول شي ترڅو ټیمي همکاریو ته لار هواره شي، چې هسې نه له څو مودې وروسته د نه همکارۍ او نه همغږۍ او نه چمتووالي له کبله ټاکنې یو ځل بیا وځنډېږي او ټاکل شوې نېټه د یوې خیالي ګزینې په توګه پاتې شي. ۲- د افغانستان حکومت باید د دغې ملي پروسې د پلي کېدو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې او رغنده ګامونه پورته کړي. عملي میکانیزمونه او لارې چارې چې د ځواب ویلو وړتیا ولري، په ټولو برخو کې طرحه شي چې د پروسې له سیاسي کېدو څخه مخنیوی وشي. ۳- حکومت باید د ټاکنو تخنیکي پړاونه، د ناورینونو مدیریت، په پروسه کې د لاسوهنې مخنیوی، د ټاکنیزو کمیسیونونو د خپلواکۍ مراعاتول او په عین وخت کې د ټاکنو بودجه او لوژیستیکي توکي په خپل وخت چمتو کړي.
فیفا
• سیاسي ګوندونه • رسنۍ • مدني ټولنې
۵- د ټاکنو په برخه کې تخصصي بنسټونه او مدني ټولنه له کمیسیون سره نږدې همکاري وکړي او کمیسیون هم د ټاکنو په ټولو پړاونو کې د بنسټونو فعالانه شتون ته لار هواره کړي. ۶- د هېواد له رسنیو څخه هیله وشي ترڅو د عامه ذهیت په روښانه کولو او د معلوماتو شریکولو او پوهاوي ورکولو کې نه سپوونکې همکاري وکړي او د پروسې له بهیر څخه د حقایقو په بیانولو سره د باور کچه لوړه کړي. ۷- نړیواله ټولنه په هېواد کې د ټاکنو او ولسوالۍ د پروسې د ملاتړ په توګه باید له ټاکنیزو کمیسیونونو سره پرلپسې تخنیکي، مالي او لوژیستیکي مرستې او همکاري وکړي. دغې موخې ته د رسېدو لپاره په ټولو کچو کې صادقانه او ټول شمولو کارونو، رڼو اقداماتو او د ځواب ویلو د اصل مراعاتولو ته اړتیا لري. فیفا یو ځل بیا د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ملي یووالي حکومت څخه غواړي ترڅو د ترلاسه شویو زده کړو په رڼا کې د رڼو ټاکنو په موخه پراخو ټاکنیزو اصلاحاتو ته لار هواره کړي او د افغانستان خلکو او نړیوالو ته ډاډ ورکړي چې په راتلونکو ټاکنو کې به د تېرو ټاکنو ترخې تجربې بیاځلي نشي. له اساسي اصلاحاتو څخه پرته د ټاکنو کول به په هېواد کې ډموکراسۍ او ټاکنو ته کلکه ضربه ورکړي او دغه ملي بهیر به وځنډوي. بې له شکه چې د دغې پروسې بریالیتوب له ټاکنیزو کمیسیونونو سره د ملي یووالي حکومت په عملي ګامونو او همکارۍ کې ده. فیفا په هېواد کې د رڼو او عادلانه ټاکنو په موخه د ټاکنیزو کمیسیونونو لپاره د دوی په ور سپارل شویو چارو کې بریالیتوب غواړي او اعلان کوي چې د خپلو تجربو په پام کې نیولو سره له اړوندو بنسټونو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. و من الله توفیق
6/22/2017
100
یوه ورځنۍ
کابل
پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان
د اړیکې شمېره: 310664-0799
د اړیکې شمېره: 888242-0783
برېښنالیک: info@fefa.org.af
د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA