د ټاکنیزو اصلاحاتو د اساسي اصولو د اعلامیې د خپراوي کنفرانس راپور
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) د ټاکنیزو اصلاحاتو د اساسي اصولو د اعلامیې د خپراوي لپاره چې د سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنې د بنسټونو د استازو په همکارۍ په پنځو کاري غونډو کې چمتو شوې وه، په انټرکانټیننټال هوټل کې یو کنفرانس جوړ کړ. په دغه کنفرانس کې د ټاکنیزو کمیسیونونو، د محل د ارګانونو ادارې، مرکزي احصائیې، د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې او د حکومت استازو (ولسمشرۍ او اجرائیه ریاست) هم ګډون درلود. په سر کې د فیفا اجرایي مشر د ټاکنیزو اصلاحاتو او د ټاکنیزو کمیسیونونو د مسوولیتونو په هکله وینا وکړه او ټینګار یې وکړ چې ټاکنیز کمیسیونونه باید د خپلو مسوولیتونو په ترسره کولو کې روڼتیا، خپلواکي او تخصص په پام کې ونیسي او له ټاکنو سره د یوې پروژې په توګه نه، بلکې د یوې پروسې په توګه چلند وکړي.پ ورپسې د فیفا د ټاکنیزو پروګرامونو مسوول محمد نعیم اصغري د پروګرام د معرفي کولو تر څنګ د ټاکنیزو اصلاحاتو د اساسي اصولو د اعلامیې ۴۱ اصله چې د ټاکنیزو کمیسیونونو، حکومت، ملي شورا، سیاسي ګوندونو، د ټاکنو اړوند مدني ټولنې بنسټونو، ټولیزو رسنیو او نړیوالې ټولنې پورې اړه لري، ولوستل. ورپسې د پنل شاملو مېلمنو هر یوه په خپل وار د ټاکنو او ټاکنیزو اصلاحاتو پر وړاندې د خپلو اړوندو بنسټونو د کاري پروګرامونو په هکله خبرې وکړې. د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمشنر معاذالله دولتي د ټاکنو کمیسیون د کاري لومړیتوبونو په توګه د ټاکنیزو حوزو د په ګوته کولو، د رایې ورکونې د مرکزونو متوازن کول، د رایې ورکونې د کارتونو باطلولو، د رایې ورکوونکو د نوملړ چمتو کولو، د کمیسیون د تشکیلاتي جوړښت اصلاح، د کړنلارو د اصلاح او د دارالانشا د مشر معرفي کولو د یادولو تر څنګ ژمنه وکړه چې له ټاکنو سره به د پروژې په توګه چلند ونشي بلکې په بنسټیز کولو کې به یې هڅې وکړي. همدارنګه دوی له مدني بنسټونو او رسنیو څخه وغوښتل ترڅو ټاکنیزو کمیسیونونو باندې د باور را ژوندي کولو په برخه کې له یادو کمیسیونونو سره همکاري وکړي. ورپسې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کمشنر غلام دستګیر هدایت ژمنه وکړه چې د رڼو ټاکنو په ترسره کولو کې به له خپل پوره توان، انرژۍ او اسانتیاو څخه ګټه واخلي. نوموړي د مالي ستونزو شتون د خپلو کارونو تر مخ یو له ننګونو څخه وګڼه خو څرګنده یې کړه چې د یادو ستونزو سره سره به د کمیسیون د تشکیلاتو د اصلاح او د دارالانشا د وضعیت سمون له لارې د کارونو بنسټیز کولو کې ګام پورته کړي. همدارنګه یې د کمیسیون د داخلي دندو د اصولو چمتو کول، د کمیسیون او خلکو تر منځ د واټن له منځه وړل او پر کمیسیون باندې د باور را ژوندي کول د خپل کاري لومړیتوبونو څخه وګڼل.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسیسه یا فیفا
. د ټاکنو خپلواکمېسیون . د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون . د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره . د ګړو د ثبت او احوال اداره . د ټاکنو څارونکي کورني بنسټونه
د ټاکنیزو اصلاحاتو د اساسي اصولو د اعلامیې د خپراوي کنفرانس راپور
په پای کې د ولسمشرۍ استازو رڼې ټاکنې د هېواد له اړتیاو څخه وګڼلې او له ټاکنیزو کمیسیونونو او اړوند ادارو سره د ټاکنیزو اصلاحاتو په پلي کولو او رڼو ټاکنو کې یې د خپلې همکارۍ خبر ورکړ.
ورپسې د مرکزي احصائیې د ادارې استازي عبدالخالق عظیمي د رایې ورکوونکو د نوملړ چمتو کول د ټاکنو د روڼتیا لپاره مهم وګڼه او څرګنده یې کړه چې هر کله د ټاکنو کمیسیون له دوی څخه وغواړي دوی تیار دي چې د جنسیت په توپير سره د نفوسو کره شمېرې د دغې ادارې په واک کې ورکړي خو ده په اوسنیو شرایطو کې یې د ټاکنیزو حوزو کوچني کول ستونزمن کار وباله او له کمیسیون څخه یې وغوښتل ترڅو په دې برخه کې د هېواد وضعیت او حالت په پام کې ولري. ورپسې د سیمه ییزو ارګانونو د اداري واحدونو مشر عبدالغیاث وردګ د ولایتونو، ولسوالیو، کلیو او ناحیو د شمېرو له وړاندې کولو سره د ټاکنو مخکني کمیسیون باندې نیوکه وکړه او ویې ویل چې د ټاکنو د مخکني کمیسیون پر مټ د رایې ورکونې د ۷۰۱۸ مرکزونو رامنځته کول د پوښتنې وړ یو کار و ځکه چې افغانستان ۴۵۵۹۱ کلي لري، د کلیو او ولسوالیو د شمېر په پام کې نیولو سره د رایې ورکونې د مرکزونو او محلاتو رامنځ ته کول نامعیاري او د هېواد د وضعیت او حالت له په پام کې نیولو پرته ښکاري. همدارنګه نوموړي یادونه وکړه چې په پام کې ده د جیودیزي او کارتوګرافي اداره د راتلونکې یوې اونۍ په بهیر کې د هېواد د ټولو ولسوالو د پولو نقشه د هغه تړون پر بنسټ چې له دوی سره شوی، د سیمه ییزو ارګانونو په واک کې ورکړي او د ولسوالیو د پولو په برخه کې به کومه ستونزه پاتې نشي. ورپسې د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې مشر همایون محتاط د دغې ادارې د مهمو کړنو چې تر لاس لاندې یې نیولي او تر سره کېدل به یې د ټاکنو په روڼتیا کې هم اغېزه وي، یادونه وکړه؛ لکه د هویت د تثبیت ملي مرکز او د هېواد د اتباعو د معلوماتو ډیجیټل کولو پروژې پیل. نوموړي یاد پروګرامونه د هېواد د اتباعو د هویت د تثبیت په برخه کې اغېزمن وګڼل او ویې ویل چې د ټاکنو کمیسیون هم کولای شي د رایې ورکوونکو د هویت تثبیت لپاره له یادو پروګرامونو څخه ګټه واخلي. ښاغلي محتاط زیاته کړه چې د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې د امنیت شورا ته یو وړاندیز کړی چې په منظورېدو یې دغه اداره کولای شي د پېژندپاڼو یا تذکرو د وېشلو ادارې له تجهیزاتو څخه په ګټې د اتباعو د بایومټریک معلوماتو د زېرمه کولو لپاره ګټه واخلي او د ۶ ډوله معلوماتو په اخیستو سره خپل ډېټابېس د هېواد د اتباعو له معلوماتو څخه ډک کړي. که چېرې برېښنایي پېژندپاڼې ونه وېشل شي بیا هم دغه اداره کولای شي له یادو معلوماتو څخه ګټه واخلي او د ټاکنیزو درغلیو په مخنیوي کې د ټاکنو کمیسیون سره همکاري وکړي. همدارنګه نوموړي د ورقي پېژندپاڼو د بدلولو خبر ورکړ او دا یې د اصلي او جعلي پېژندپانو د توپیر لپاره یوه لار وګڼله. هغه څرګنده کړه چې که چېرې دغه پروژه بشپړه شي نو د ټاکنو کمیسیون کولای شي له یادو پېژندپاڼو څخه په ټاکنو کې هم ګټه واخلي. په پای کې د ولسمشرۍ استازو رڼې ټاکنې د هېواد له اړتیاو څخه وګڼلې او له ټاکنیزو کمیسیونونو او اړوند ادارو سره د ټاکنیزو اصلاحاتو په پلي کولو او رڼو ټاکنو کې یې د خپلې همکارۍ خبر ورکړ. د یادونې وړ ده چې په دغه پروګرام کې د کورنیو چارو وزارت ته هم بلنه ورکړل شوې وه ترڅو د ټاکنو او د ټاکنیزو اصلاحاتو د پروسې د امنیت په هکله معلومات وړاندې کړي خو له بده مرغه چې دوی ګډون ونه کړ. دغه پروګرام وروسته له هغه پای ته ورسېد چې د سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنې د بنسټونو استازو د ټاکنیزو اصلاحاتو د اساسي اصولو اعلامیه لاسلیک کړه او ټاکنیزو کمیسیونونو ته یې کاپي وړاندې کړه. کابل ـ ۱۳۹۵ د مرغومي ۸مه
11/21/2016
40
یوه ورځنۍ
کابل
پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان
د اړیکې شمېره: 310664-0799
د اړیکې شمېره: 888242-0783
برېښنالیک: info@fefa.org.af
د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA