د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د غوراوي کمېټې په اړه د ټاکنو د مدني ټولنې ګډې ډلې رسنیزه خبرپاڼه

د ټاکنو اړوند د مدني ټولنې د بنسټونو ګډه ډله د غوراوي کمېټې له بیا جوړېدو څخه خوښي څرګندوي او هغه د ټاکنیزو اصلاحاتو د پلي کېدو په برخه کې چې د ټولنې له مهمو اړتیاو څخه شمېرل کېږي، یو رغنده ګام بولي. همدارنګه د یادې کمېټې د خپلواکۍ، د کاري روڼتیا او د ناقانونه لاسوهنو د مخنیوي په برخه کې د دغه بنسټ د مشر او غړو له ژمنو څخه هرکلی کوي. د غوراوي کمېټه په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د غړیتوب د نوماندانو د وړتیا او اهلیت په ګوته کوونکي او د هغو د اسنادو پلټونکي بنسټ په توګه د معتبرو او خپلواکو کمیسیونونو د رامنځ ته کېدو لپاره د متخصصو، بې پرې او ژمنو کسانو په معرفي کولو کې خورا مهمه مرجع ګڼل کېږي. له دې کبله اړینه ده چې د دغه بنسټ کړنې د ټاکنو تقنیني فرمان له مخې او په کره، مسلکي او رڼه توګه او له لاسوهنو پرته تر سره شي. د دغه بنسټ له څو ورځنیو غوڼدو څخه د ټاکنیزو مشاهدو بنسټونو څارنه ښيي چې د کمېټې کار په غور او چټکتیا سره روان دی او رسنۍ او څارونکي د پام وړ ګډون پکې لري، خو تر څنګ یې لازمه ده ترڅو د غوراوي کمېټه د کارونو لا سمون، لا روڼتیا او په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د غړیتوب په موخه ولسمشر ته د شرایطو وړ کسانو معرفي کولو لپاره لاندې موارد په کلکه په پام کې ونیسي.

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

11/24/2016

نېټه

40

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځنۍ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 310664-0799

د اړیکې شمېره: 888242-0783

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA