د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


“فیفا د ټاکنیزو اصلاحاتو د لنډمهالو وړاندیزونو لپاره، د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون له کړنو هرکلی کوي، خو د ځینو فقرو او تطبیقي میکانیزمونو په هکله یې یو لړ ملاحظات لري”.

کابل – د ملي یووالي د حکومت سیاسي هوکړه لیک د پنځمې فقرې له مخې او د ولسمشر د فرمان پر بنسټ د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون له ناندریو او ځنډ وروسته رامنځته شو او د کار له پیل څخه یې د یوې میاشتې په تېرېدو سره دغه کمیسیون د ټاکنیز نظام د اصلاحاتو لپاره لنډمهالي وړاندیزونه حکومت ته وړاندې کړل. د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه (فیفا) د دغو وړاندیزونو لپاره د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون درنو غړو هڅو څخه هرکلی کوي او کړنو ته یې د قدر په سترګه ګوري. د رایې ورکوونکو د نوملړ جوړول، په ټاکنیزو څوکیو کې د ښځو د ونډې زیاتوالی، د رایې ورکونې د سیسټم بدلون، شکایتونو د رسېدنې میکانیزم، د رایې ورکونې د مرکزونو او د رایې ورکوونکو د لاسرسي په هکله له سره غور کول او د ټاکنیزو کمیسیونونو د کارکوونکو د ګمارنې لپاره نوي شرایط په دغو وړاندیزونو کې له مثبتو ټکو څخه دي. خو له دې سره سره د روڼتیا د کمېټې جوړلو، د حوزو وېش، د ګمارنې کمېټه، د دارالانشا اړوند موضوعات، د دوه کمیسیونونو تر منځ اړیکې او هم د مرکزي او ولایتي دفترونو تر منځ اړیکې له هغو چارو څخه دي چې له تخنیکي اړخه لازیات غور ته اړتیا لري. فیفا په دغو وړاندیزونو کې لږ تر لږه دوه لویې نیمګړتیاوې موندلي: یو، په ځینو برخو کې نیمګړتیاوې او ځینې تناقضات لیدل کېږي؛ دوه، په عین وخت کې د تطبیقي میکانیزم په هکله ګونګتیا او په ځینو وړاندیزونو په هکله د هر وړاندیزي ګام لپاره د یوه تطبیقي میکانیزم نه وړاندې کول. فیفا د دې تر څنګ چې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د غړو له کړنو څخه ستاینه کوي، له هغو غواړي ترڅو د تدقیق پر مهال دغه نیمګړتیا او ګونګتیا په کلکه په پام کې ونیسي او له سره غور پرې وکړي. سربېره پر دې فیفا د اصلاحاتو له کمیسیون څخه غواړي ترڅو د وړاندیزونو د لومړیتوبونو او د پلي کېدو پروګرامونو د په ګوته کولو تر څنګ د خپلو ځینو وړاندیزونو په برخه کې مشخص تطبیقي میکانیزمونه هم وړاندې کړي. فیفا د ملي یووالي د حکومت له مشرانو څخه مننه کوي چې د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې یې خپلې ژمنې پلې کړې او د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون له کړنو څخه یې هرکلی وکړ او د دې ترڅنګ د ملي یووالي له حکومت څخه غواړي ترڅو د کمیسیون د هغو وړاندیزي مادو په برخه کې چې تایید کړي یې دي، ژر تر ژره مشخص تطبیقي او عملیاتي پروګرامونه تر لاس لاندې ونیسي او د ټاکنیزو اصلاحاتو له پروګرام سره په همغږۍ د پارلماني ټاکنو موده په ګوته کړي.

نور جزئیات


8/25/2015

نېټه

فیفا

خپروونکی

رپوټ

ډول

ټاکنې

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA