ولسمشر او اجراییه رییس ته د فیفا پرانیستی لیک
د افغانستان اسلامي دولت ولسمشر جلالتمآب ډاکټر محمد اشرف غني او اجراییه رییس جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله! د سلام او درناوي په وړاندې کولو. دواړو عالي جنابانو ته د لازیاتو بریاو په هیله. د ملي یووالي د حکومت له کار څخه نږدې یو کال تېرېږي، که څه هم په بهرني سیاست کې لکه د سولې د خبرو اترو بهیر او په نړۍ کې د هېواد د ځای لوړولو او هم د نظام جوړونې او ښې حکومتولۍ په لور د تګ په برخه کې یو لړ پرمختګونه لیدل کېږي، خو د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې چې د سیاسي هوکړه لیک بنسټیزه برخه او هم د تاسو له ټاکنیزو ژمنو څخه وه، تر اوسه مو کوم ګام نه دی پورته کړی. اوسنی ګونګ بهیر چې د دولت او خلکو تر منځ د واټن رامنځته کېدو او په هېواد کې د ولسواکۍ او د ټاکنو پر بهیر باندې د خلکو د بې باورۍ د دوام لامل کېږي، له بده مرغه چې عالي جنابان یې پر وړاندې چوپه خوله پاتې دي. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر د اساسي قانون د ( ۶۴ ) مادې له مخې د اساسي قانون د پلي کولو مسوول دی او په ټولو برخو کې د پراخو او بنسټیزو اصلاحاتو راوستلو په موخه د ملي یووالي حکومت د هوکړه لیک د مادو په پلي کولو کې د دواړو ډلو مشرانو خلکو او نړیوالې ټولنې سره ژمنه کړې وه. جلالتمآبانو! موږ پوهېږو چې هېواد په حساس او ستونزمن حالت کې دی، موږ له هغو ستونزو څخه چې ملي یووالي حکومت ورسره لاس او ګرېوان دی، په بشپړه توګه خبر یو. پوهېږو چې حکومت اوس مهال د خپل کار په لومړیتوبونو کې حیاتي او مهمې برخې په ګوته کړي دي. خو هغه څه چې موږ یې د دغه لیک لیکلو ته اړ کړو، په هېواد کې د ډموکراسۍ او ټاکنو د راتلونکي په هکله اندېښنه ده، چېد دولت او ولس دوام راتلونکی دغه بحث پورې تړاولري. جلا له هغه څه چې په تېرو ټاکنو کې رامنځته شول، ټول پوهېږي چې د تېرو ټاکنو په دواړو پړاوونو کې تاسو د افغانستان د خلکو غوڅ اکثریتې رایې لاسته راوړې. د ملي یووالي حکومت جوړېدل چې د خلکو او نړیوالې ټولنې له هرکلي سره مخامخ شو، د تاسو پوهه او له وړاندې فکر یې هم څرګند کړ. تاسو ثابته کړه چې له دې وطن سره مینه لرئ او نه غواړئ له ناورین او جګړې سره مخامخ شي. د ملي یووالي حکومت رامنځته کولو او هم د اصلاحاتو راوستلو په موخه د سیاسي هوکړه لیک د ژمنو په پلي کولو او د ۱۳۹۳ کال د ټاکنیز ناورین د مخنیوي لپاره د تاسو ګډې هڅې د ستاینې وړ او له پامه نه غورځوونکې دي.
څوک چې په ټاکنو او ډموکراسۍ باور ولري، د ډموکراټیک بنسټونو پر ضد نه درېږي، ځکه تاسو خپله د یوه ډموکراټیک بهیر پایله او زېږنده یاست. په دغه لیک کې اصلي خبره دا ده چې د ملي یووالي حکومت د بنسټیزو او مهمو کارونو په توګه یو هم د ټاکنیزو اصلاحاتو راوستل دي، چې دا چاره په هېواد کې د ټاکنو او ډموکراسۍ د ساتنې او د نظام د پایښت تضمین کوي، او په دې چاره کې ناغېړي کول د ټاکنو او ډموکراسۍ او په ټوله کې د هېواد سیاسي نظام راتلونکی له ګواښ سره مخامخ کوي. عزتمنو! «د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون» چې باید د لوړې د مراسمو په سبا باندې رامنځته شوی وای، له څو میاشتو ځنډ وروسته د فرمان په صادرېدو رامنځته شو، په داسې حال کې چې د دغه کمیسیون کاري موده د کومې رسمي غونډې له جوړولو پرته پای ته ورسېده. اوس مهال چې د حکومت د کار له پیلېدو څخه نږدې یو کال تېرېږي، په دې برخه کې هېڅ ډول ګام نه دی پورته شوی. په داسې حال کې چې د اساسي قانون د حکم پر بنسټ پارلماني ټاکنې باید ژر تر ژره تر سره شي. د دغه کمیسیون د ریاست پر سر اختلاف چې په ظاهره کې د دغه کمیسیون د کار د نه پیلېدو اصلي لامل بلل کېږي، ډېر د منلو وړ نه برېښي. موږ په دې باور یو چې که چېرې د هېواد په ټاکنیز نظام او جوړښت کې د اصلاحاتو لپاره اراده وي، دغه وړې چارې په دې برخه کې د کار مخه نشي ډب کولای. «د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون» په هېواد کې د ټاکنیزو اصلاحاتو د پيل ټکی دی چې ډول بدیل یې ځای نشي نیولای. له بلې خوا د هېواد په ټاکنیز سیستم او جوړښت کې ژورو ستونزو ته په کتو سره یوازې یو بنسټ چې له بې پرې، مسلکي او نخبه کسانو څخه جوړ دی، کولای شي د دغه کار جوګه شي. دغه کمیسیون باید واک ولري ترڅو په ټاکنیزو قوانینو او جوړښت کې د ټولو شته ستونزو او ننګونو له هراړخیزو پلټنو څخه وروسته د ټاکنیزو اصلاحاتو ملي طرحه په یوه څرګنده او روښانه عملي برنامه کې د وړاندیزونو له وړاندې کولو سره، جوړه او اجرایي مراجعو ته یې وړاندې کړي. په هېواد کې شته ناورین ته په کتو سره د نظام د قوو د مشروعیت د ناورین دوام د ستونزو کچه لوړولای شي. له بلې خوا هغه بېړه چې په اساسي قانون کې د پارلماني ټاکنو لپاره مطرح شوې، باید ژر تر ژره دغه کمیسیون رامنځته او په رسمي توګه خپل کار پیل کړي. فیفا د یوه مسلکي بنسټ په توګه له عالي جنابانو څخه غواړي ترڅو پرېږدي چې خپله کمیسیون له رامنځته کېدو وروسته د خپل اداري پلاوي په ټاکلو کې رایه ورکړي. عالیجنابانو! باید نن لاس په کار شو، ښایي سبا ډېر ځنډ وي. که څه هم اوس مهال په هېواد کې امنیت، ټیکاو او اقتصادي ودې ته اړتیا ده، خو ټاکنیز اصلاحات د هېواد سیاسي پرمختګ، ټیکاو او د نظام راتلونکی تضمینوي او همدارنګه د هېواد د بچو او د راتلونکو نسلونو راتلونکی تضمینوي. ټاکنې یو تاریخي او ملي بهیر دی، دغه ملي ارزښت ته باید د ډله ییزو او ټیمي کړنو په توګه ونه کتل شي. خلک د ملي یووالي حکومت له مشرانو تمه لري ترڅو د سیاسي هوکړه لیک ګټې چې د دولت-ولس اصلي بنسټونه پرې ولاړ دي، په تېره بیا د ټاکنیزو اصلاحاتو موضوع په کلکه په پام کې ونیسي. له بده مرغه چې موږ د هرې ورځې په تېرېدو سره وخت او فرصت له لاسه ورکوو، باید همدا نن لاس په کار شو. حکومت باید د ټاکنیزو اصلاحاتو ټولګه چې د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون د کار پیل، د پارلماني ټاکنو نېټه او په ټاکنیز نظام کې بنسټیز اصلاحات پکې شامل دي، اعلان کړي. یوازې په دې ډول د افغانستان ماتېدونکې ډموکراسۍ د ټیکاو په لور روانه شي او د ملي یووالي حکومت مشران د دې ملي وجیبې په تر سره کولو سره خپل نوم په تاریخ کې ژوندی کړي. د روژې د مبارکې میاشتې، د لوی څښتن تعالی د مېلمستیا د میاشتې وروستۍ ورځې دي او د کوچني اختر د رارسېدو ورځې دي، هیله من یو چې د ملي یووالي د حکومت مشران د ټاکنیزو اصلاحاتو د رامنځته کولو لپاره مټې راونغاړي او د هېواد وګړو ته لا خوښي ورپه برخه کړي. په ډېر درناوي د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه – فیفا د ۱۳۹۴ کال د چنګاښ ۲۵مه- کابل
7/16/2015
فیفا
لیک
ټاکنې
پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان
د اړیکې شمېره: 310664-0799
د اړیکې شمېره: 888242-0783
برېښنالیک: info@fefa.org.af
د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA