د ټاکنیزو اصلاحاتو د پیل په ګونګ وضعیت د فیفا خبرپاڼه
فیفا په ټاکنیزو کمیسیونونو کې له رامنځته شوي وضعیت څخه چې د دغو بنسټونو د کارکوونکو د اعتصاب او د کار درېدو لامل شوی، اندېښمنه ده او د افغانستان له حکومت او نړیوالې ټولنې غواړي چې دا ستونزه ژر تر ژره هواره کړي « کابل، 1394 د غویي ۲۳مه تر هغې وروسته چې نړیوالې ټولنې اعلان وکړ چې له ټاکنیزو کمیسیونونو سره یې خپلې مرستې درولي، د دواړو کمیسیونونو مسوولینو د یوه میاشتني ضرب الاجل په ټاکلو سره په مرکز او ولایتونو کې خپلو کارکوونکو ته خبرداری ورکړی چې له دې وروسته یې د معاشونو د ورکولو توان نه لري او ژر تر ژره باید له دغه بنسټ سره خپل حساب تصفیه کړي. دا موضوع د ټاکنو خپلواک کمیسیون د کارکوونکو د اعتراض لامل شوه. اعتراض کوونکو د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمېشنران د دغه وضعیت رامنځته کېدو کې مسوول وګڼل او د هغو د استعفا غوښتنه یې وکړه. په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د دغه شرایطو رامنځته کېدل د فیفا او د افغانستان د خلکو اندېښنه راپارولې ده. د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه (فیفا) سره له دې چې په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د پراخو اصلاحاتو راوستل په هېواد کې د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې یوه بنسټیزه اړتیا بولي، خو په دغو دواړو کمیسیونونو کې د تخنیکي او مسلکي کارکوونکو او کادرونو له لاسه ورکولو څخه اندېښمن دی. د دغو کمیسیونونو په تېره بیا د ټاکنو خپلواک کمیسیون کې د تخنیکي او مسلکي کچې لوړولو لپاره د پام وړ لګښت شوی دی. د دغه شمېر کادرونو او تخنیکي کارکوونکو ته ځواب ورکول له بده مرغه چې په دغو بنسټونو کې د انساني ظرفیت او بشري قوا له برخې لویه تشه ده چې د دې تشې ډکول په لنډمهال کې ګران او ناشونی ښکاري. له دغه وضعیت څخه د خلکو، مدني ټولنې او په پارلمان کې د خلکو د استازو اندېښنې ته په پام سره فیفا د ملي یووالي حکومت او نړیوالې ټولنې ته یو لړ وړاندیزونه لري: • فیفا د ملي یووالي حکومت څخه غواړي ترڅو په لڼد وخت کې په ټاکنیز نظام او جوړښتونو کې د بنسټیزو اصلاحاتو رامنځته کولو په تړاو د خپلو ژمنو پلي کولو او د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون کار پیلولو په برخه کې ګامونه پورته کړي. له بده مرغه چې اوسنی ګنګ وضعیت په هېواد کې د ټاکنو او ډموکراسۍ راتلونکي ته د مرستندویو هېوادونو او نړیوالې ټولنې د لېوالتیا له منځه تلو لامل کېږي. • فیفا همدارنګه د ملي یووالي حکومت څخه غواړي د رامنځته شوي وضعیت په هکله ژر تر ژره له ټاکنیزو کمیسیونونو او همدارنګه مرستندوی هېوادونو سره خبرې اترې وکړي ترڅو د هغو لازیاتې مرستې او همکارۍ راجلب کړي او دې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي.
• د ټاکنیزو اصلاحاتو د پروګرام د پیلولو په هکله د ملي یووالی حکومت باید ژر تر ژره د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره خپل عملي پروګرام او سیاست په ډاګه کړي. د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د کار ژر تر ژره پیلول او د پارلماني ټاکنو تر سره کولو لپاره د وخت په ګوته کول له هغو چارو څخه دي چې خلک او نړیواله ټولنه یې د ملي یووالي له حکومت څخه تمه لري. • فیفا سربېره پر دې چې له ټاکنیزو کمیسیونونو څخه د مالي او تخنیکي ملاتړ په برخه کې د نړیوالې ټولنې له مرستو او هڅو څخه ستاینه کوي، له هغو څخه غواړي ترڅو د افغانستان له تازه ډموکراسۍ څخه خپلو همکاریو او ملاتړ بهیر چې د افغانستان دولت او نړیوالې ټولنې ګډ ماموریت دی، جاري وساتي. په هېواد کې اوسني حساس شرایط د ډموکراټیکو بنسټونو او ډموکراسۍ د پیاوړتیا لپاره د مرستندویو هېوادونو او نړیوالې ټولنې لازیاتو همکاریو ته اړتیا لري. د تخنیکي او مالي مرستو درول هغه هم پر ټاکنیزو کمیسیونونو چې په هېواد کې د ټاکنو او ډموکراسۍ دوام او ژوندي پاتې کېدو په برخه کې بنسټیز بنسټونه دي، د ډموکراسۍ او ټاکنو په برخه کې د افغانستان د خلکو پر لاسته راوړنو بده اغېزه کولای شي. و من الله توفیق له موږ سره اړیکه: 0796534986 0700225831 0774573333
4/7/2015
فیفا
خبرپاڼه
ټاکنې
پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان
د اړیکې شمېره: 310664-0799
د اړیکې شمېره: 888242-0783
برېښنالیک: info@fefa.org.af
د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA