د ۱۳۹۳ له ټاکنو د څارنې رپوټ خپور شو
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) د یوې خبري غونډې له لارې د ۱۳۹۳ کال د ټاکنو د څارنې له بهیر څخه خپلې وروستۍ موندنې خپرې کړې. دغه رپوټ چې درې سوه مخه لري، د ۱۳۹۳ کال د ټاکنو له ټولو پړاوونو څخه د څارنې زېږنده ده. د دې خبرې غونډې په پیل کې د فیفا اجراییوي مشر محمد یوسف رشید د تېرو ټاکنو د څارنې له بهیر څخه د فیفا د بنسټیزو موندنو د یوې برخې په څرګندولو سره د ټاکنیزو اصلاحاتو موضوع ته اشاره وکړه او د ملي یووالي له حکومت څخه یې وغوښتل ترڅو ژر تر ژره د ټاکنو د اصلاحاتو بهیر پيل کړي. ښاغلی رشید وویل:" د ملي یووالي د حکومت د کابینې په بشپړېدو سره، نور د ټاکنیزو اصلاحاتو د ځنډولو لپاره هېڅ پلمه نشته." هغه همدارنګه د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون ته په اشارې سره وویل:" زموږ دریځ له همغه اوله دا دی چې د دغه کمیسیون غړي دې له مسلکي، بې پرې او پر ډموکراسۍ او ټاکنو باندې باورمن کسان وي." ښاغلي رشید همدارنګه د برېښنایي پېژندپاڼو د وېشلو په هکله وویل چې د کورنیو چارو وزارت او د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت او نور اړوند بنسټونه د راتلونکو ټاکنو د روڼتیا لپاره باید ژر تر ژره د برېښنایي پېژندپاڼو وېشلو بهیر پیل کړي. نوموړي زیاته کړه:" تېرې ټاکنې موږ ټولو لپاره روزونکې وې او باید زده کړه ترې واخلو، فیفا د ټاکنو په برخه کې د یوه مسلکي بنسټ په توګه له دغو ټاکنو څخه د زده کړو په لړ کې د تېرو ستونزو د مخنیوي او سمون په برخه کې اړوندو مراجعو ته یو لړ څرګند، روښانه او اغېزمن وړاندیزونه کړي او موږ هیله من یو چې د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون او په ټوله کې د افغانستان دولت د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې دغه وړاندیزونه په پام کې ونیسي." ورپسې د فیفا د پروګرامونو مسوول انجنیر نعیم اصغري د دغه رپوټ د محتوا په هکله څرګندونې وکړې. ښاغلي اصغري وویل:" دغه رپوټ د ۱۳۹۳ کال د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو د ټاکنو له ټولو پړاوونو څخه څارنې زېږنده دی چې په څو برخو کې ځای پر ځای شوی دی." نوموړي زیاته کړه چې دغه رپوټ د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې، د نوماندانو د نوم لیکنې، د کمپاین پړاو، د رایې ورکونې د ورځې، شکایتونو ته د رسېدو پړاو، د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو د ټاکنو د دواړو پړاوونو د رایو شمېرنې له بهیر څخه او د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو د ټولو رایو له تفتیش څخه د فیفا له څارنې څخه جوړ دی."
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسیسه یا فیفا
د ۱۳۹۳ له ټاکنو د څارنې رپوټ خپور شو
" ښاغلي اصغري د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې فیفا همدارنګه موندلې چې د ۱۳۹۳ کال د ټاکنو په بهیر کې ټاکنیزو مسوول بنسټونو په وار وار ټاکنیز قوانین او اساسي قانون تر پښو لاندې کړی دی. هغه وویل:" په ټوله کې د قانون ماتونې ۳۶ پېښې فیفا لیدلي چې په هغو کې دوه پېښې د اساسي قانون او ۲۴ پېښې د ټاکنو د قانون او لس پېښې د ټاکنیزو کمیسیونونو د جوړښت، دندو او واکونو د قانون تر پښو لاندې کول دي." ورپسې د فیفا د تخنیکي برخې همکارانو ښاغلي حکمت ساپی او عقیل ازاد د دغه رپوټ د بنسټیزو موندنو یوې برخې ته اشاره وکړه او همدارنګه د سمون لپاره یې یو لړ ځانګړي وړاندیزونه وکړل. د ولایتي شوراګانو د ټاکنو له رایو سره د ولسمشریزو ټاکنو د لومړي پړاو د رایو توپير، ټاکنیزې درغلۍ او سرغړونې، د رایو شمېرنې او د پایلو د جمع بندۍ په سیستم کې ستونزې، شکایتونو ته رسېدنې به بهیر کې نیمګړتیا او د دویم پړاو د ټولو رایو د تفتیش بهیر په سمه توګه نه پلي کېدل، له هغو برخو څخه وې چې ورته اشاره وشوه. [د بشپړو موندنو ترلاسه کولو لپاره رپوټ وګورئ]. دغه خبري غونډه د فیفا لخوا د خبریالانو پوښتنو ځوابولو څخه وروسته پای ته ورسېده. د ۱۳۹۳ کال د ټاکنو رپو
9/3/2015
50
یوه ورځنۍ
کابل
پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان
د اړیکې شمېره: 310664-0799
د اړیکې شمېره: 888242-0783
برېښنالیک: info@fefa.org.af
د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA