د ټاکنیزو اصلاحاتو بهیر کې د ځنډ په تړاو د فیفا دریځ
»فیفا د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون رامنځته کېدو او د هېواد د ټاکنو په بهیر کې د اصلاحاتو په راوستلو کې د ځنډ له کبله اندېښمن دی او د ملي یووالي له حکومت څخه غواړي چې په دې برخه کې ژر تر ژره لازم ګامونه پورته کړي« د نړیوالو معمول پرنسیپونو پر بنسټ هغه هېوادونه چې کړکېچنې او له ناندریو ډکې ټاکنې تېري کړي، د ناورین پر مهال یا وروسته له هغه، د تېر بهیر په هکله پلټنه کوي او د هغو د بیاځلي کېدو د مخنیوي لپاره لازم اصلاحات رامنځته کوي. له نېکه مرغه چې د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو د تېرو ټاکنو څخه وروسته د ملي یووالي حکومت ټاکنیز اصلاحات د خپلو لومړیتوبونو څخه وګڼل او د پلي کېدو په هکله یې په سیاسي هوکړه لیک کې هم ژمنه کړې ده. د ټاکنیز اصلاحاتو راوستل د افغانستان خلکو ته د ملي یووالي د حکومت ژمنه، بلکې نړیوالې ټولې ته یې هم همدا ژمنه ده. د ملي یووالي د حکومت رهبرانو د نړیوالې ټولنې د لندن په کنفرانس کې ژمنه وکړه چې ژر تر ژره به د هېواد د ټاکنو په بهیر کې هراړخیز اصلاحات راوړي. په عین وخت کې له تېرو ټاکنو څخه وروسته فیفا د تېرو ټاکنو د نیمګړتیا او ستونزو د په ګوته کولو په موخه د هېواد په اتو زونونو کې له خلکو او د نظر خاوندانو سره د سلا او مشورې غونډې جوړې کړې او له هغو سره بحث وکړ ترڅو د هغو انګېرنې او نظرونه راټول کړي. د ټاکنو د څارنې پر مهال او هم وروسته له هغه، د مشورتي غونډو څخه د فیفا موندنې ښيي چې د تېرو ټاکنو بهیر له ډېرو ستونزو، نیمګړتیاو او بې نظمیو سره یوځای وو نو اړینه ده چې د بهیر په اداري او تخنیکي برخه کې له قانوني چوکاټ سره سم پراخ اصلاحات رامنځته شي. د ټاکنو په بهیر کې د اصلاحاتو د پیل ټکی د «ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون» رامنځته کول دي چې د سیاسي هوکړه لیک په متن کې یادونه شوې ده. فیفا په دې باور ده چې د ټاکنیزو اصلاحاتو بهیر باید له یوه ملي کړنلارې سره سم او د سیاسي اجنداو څخه پرته د دغه ملي بهیر د پیاوړتیا په موخه تر لاسه لاندې نیول شي او د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون په رامنځته کولو کې هر ډول خنډونه او ځنډ د یوې رغنده پایلې لاسته نه راتلو لامل کېږي او نشو کولای د خلکو پراخ ګډون او شتون شاهد واوسو او نشو کولای د ۱۳۹۳ د ټاکنو ترخو تجربو مخنیوی وکړو. د ټاکنیزو اصلاحاتو په کمیسیون کې د متخصصو، مسلکي او بې پرې کسانو شتون د هېواد په ټاکنیز بهیر کې د بنستیز ریفورم یوه پیلامه ده.
دغه کمیسیون باید په یوه ځانګړي وخت کې او د یوه څرګند پروګرام پر بنسټ په هېواد کې د ټاکنو بهیر له قوانینو تر شته جوړښتونو پورې وپلټي او ویې ارزوي او د پارلماني ټاکنو له پیل څخه مخکې د ټاکنیز اصلاحاتو یوه ملي برنامه جوړه او حکومت یې وړاندې کړي. فیفا د اوسني وضعیت په پام کې نیولو سره پر لاندنیو ټکو یو ځل بیا ټینګار کوي او په دې برخه کې د دولت د مشرتابه د پام اړولو غوښتونکی دی: 1• د ټاکنیزو اصلاحاتو د وخت په پام کې نیولو سره د راتلونکي کال د ملي شورا او د ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو د وخت په ګوته کول؛ 1• د برېښنایي پېژندپاڼو د وېشلو په هکله د کار پیل او د دغه بهیر په لومړي پړاو کې د رایې ورکونې د شرایطو وړ کسانو ته لومړیتوب ورکول؛ 1• د ولسوالیو تر منځ د اختلافاتو هواری او د ټاکنو د قانون له یوولسمې مادې سره سم د ولسوالیو د جغرافیایي ساحې په ګوته کول؛ 1• د محلاتو په کچه د رایې ورکوونکو د نوملړ جوړول او همدارنګه د ټاکنو د قانون ۳۲مې مادې سره سم د ولسوالیو د شوراګانو په ټاکنو کې د ټاکنیزې حوزې په کچه د رایې ورکوونکو محدودېدل؛ 1• د نړیوالې ټولنې مالي او تخنیکي همکاریو او ملاتړ جلبول؛ 1• د مرکزي احصایې د ریاست د معلوماتو پر بنسټ د هرې ولسوالۍ د نفوسو په ګوته کول؛ د باور د کړکېچ په پام کې نیولو سره چې د ولسمشریزو ټاکنو څخه وروسته رامنځته شول، اوس خلک په تمه دي ترڅو د ملي یووالي حکومت د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې د خپلو ژمنو په اړه خپله کلکه اراده ثابته کړي. همدارنګه دې ته په پام سره چې د ۱۳۹۴ کال د ملي شورا تر ټاکنو پورې لږ وخت پاتې دی، فیفا له یوې خوا د ټاکنیزو اصلاحاتو د بهیر ځنډېدو او هم د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره د تیاریو په هکله اندېښمن دی. فیفا یو ځل بیا د ملي یووالي حکومت څخه غواړي ترڅو راتلونکي کال له پارلماني ټاکنو څخه مخکې د یوې بېړنۍ ملي اړتیا په توګه د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون په رامنځته کولو او په بهیر کې د لازمو اصلاحاتو راوستو لپاره ژر تر ژره ګام پورته کړي. (کابل، سهشنبه،د کب ۱۹مه ۱۳۹۳) 0796534986 0700225831 0774573333 //www.media@fefa.org.af/">media@fefa.org.af www.fefa.org.af
3/10/2015
فیفا
خبرپاڼه
ټاکنې
پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان
د اړیکې شمېره: 310664-0799
د اړیکې شمېره: 888242-0783
برېښنالیک: info@fefa.org.af
د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA