د ټاکنیزو اصلاحاتو د دوګوني چلند په اړه د څارونکو بنسټونو اندېښنه
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (ټیفا) او د آزادو او عادلانه ټاکنو موسسه (فیفا) د ټاکنیزو اصلاحاتو د اوسني وضعیت، د ملي یووالي حکومت د دوه ګوني لیدلوري د ټاکنیزو اصلاحاتو د راوړلو په هکله او د ټاکنیزو اصلاحاتو د راوړلو وخت د پیل په اړه اندیښنه لري. د ملي یووالي حکومت د رهبرانو د سیاسي هوکړې پر اساس د اړینو اصلاحتو راوستلو، په قوانینو او اړونده ټاکنیزو بنسټونو، او د ټاکنیزو اصلاحتتو د کمیسیون تشکیل، ددی امر لپاره د حکومت د لومړنیو کارنو څخه شمیرل کیږی. خو لیدل کیږي چې د حکومت لخوا نسبت د ټاکنیزو اصلاحاتو راوړلو لپاره ناسم چلند کېږي او د هوکړې په اساس نه، بلکې د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم پر اساس د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه نوې تګلارې تر لاس لاندی نیول شوي دي. د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسیسه (فیفا) او د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (ټیفا) چې د ټاکنو اغېزمن څآرونکي بنسټونه دي، د ټاکنو او ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې يې خپل رول په ښه ډول ترسره کړی دی. دغه بنسټونه د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه لاندې غوښتنې لري: • د ملي یووالي حکومت دې جدي تصمیم ونیسي چې د ټاکنیزو اصلاحاتو لړۍ ونه ځنډېږي. • ټاکنیز اصلاحات یو تخنیکي بهیر دی او نه باید سیاسي او دولتي شي. • د ملي یووالي حکومت دې ژر تر ژره د برېښنايي تذکرو وېش پیل کړي.
بشپړ رپوټ
1/9/2015
فیفا
خبرپاڼه
ټاکنې
پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان
د اړیکې شمېره: 310664-0799
د اړیکې شمېره: 888242-0783
برېښنالیک: info@fefa.org.af
د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA