د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د نوماندانو ترمنځ سیاسي هوکړه او د ولسمشرۍ ټاکنو د دویم پړاو د پایلو په اړه د فیفا خبرپاڼه

(( فیفا د ملي وحدت د حکومت تشکیل چې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د سیاسي توافق بر بنسټ جوړ شوی دی، یو مهم او نیک ګام بولي او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له لوري د ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلان څخه هرکلی کوي، خو په دغه بهیر کې وروستي پرمختګونه چې له امله یې د ولس رایه او اراده څنډې او له نظره وغورځول شوه، د هېواد د ټاکنو او ولسواکۍ په ترڅ کې یو شاته تګ بولي.)) د روان کال د وري په ۱۶مه او د غبرګولي په ۲۴مه، له امنیتي او د هوا له ستونزو سره سره افغان ولس، په زوږ او مینه سره دوه ځلې د رایو صندوقونو ته لاړل چې د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په سوله ییزه بڼه د واک لیږد په خپلو سترګو وویني. اوس له ډېرو ورځو وروسته، که څه هم ډېر ناوخته، خو بالاخره د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له لوري د ټاکنو نتایج اعلان شول. فیفا د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له لوري د پایلو اعلان او دا چې د ولس اوږد انتظار یې پای ته ورساوه، ورته ښه راغلاست وایي، خو په دې پروسه کې شته ستونزو او لوړو ژورو ته په کتو، دا د هېواد د ولسواکۍ او ټاکنو په پروسه کې یو ستر شاته تګ بولي. فیفا چې له یو کال راپدیخوا یې په ټول هېواد کې ددغه پروسې ټولې مرحلې وڅارلې، په ځینو برخو کې له پراختیاوو سره سره، بې نظمي، قوانین تر پښو لاندې کول، د کارکوونکو نامسلکي رفتار، او د ټاکنو د کمېسیون په دندو کې لاسوهنه او تداخل، او په پروسه کې د شاملو لوریو له لوري ددې بهیر تخریبول او ځینې تخلفات لیدل شوي دي چې فیفا هغه په هیواد کې د ولسواکۍ پروسې ته لوی زیان بولي. پر دې برسیره، فیفا له درنو نوماندانو څخه هیله لري څو ددې بهیر په پایله ترلاسه شوي نتایج ومني، او دې انتخاباتي پروسې ته د اعتماد ورکولو او ټنیګښت په برخه کې خپل نقش او رول ادا کړي. فیفا د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو ترمنځ هغه سیاسي توافق چې له کبله یې په هیواد کې سیاسي بحران پای ته ورساوه، یو پرمختللی ګام بولي، خو له سیاسي لارو د انتخاباتو تخنیکي مسایلو ته کتل، چې په خپل ذات کې د ولس اراده او رایه څنډې او بې ارزښته کوي، د هیواد دې ځوانې ولسواکۍ ته یو ستر زیان بولي. فیفا له ټاکنیزو کمیسیونونو څخه هیله لري، څو ټول د رایو او د هغو د پایلو د تفتیش اړونده موارد له ټولو جزیاتو سره روښانه او ولس ته خپاره کړي. له بده مرغه په ځینو برخو کې ددغه کمیسیون کړنه ناهیلې کوونکې وې، او څه چې په دې اړه تر اوسه پیښ شوي دي، په واقعیت کې هغه د ولس د هیلو سره په ټکر کې دي.

نور جزئیات


4/2/2014

نېټه

فیفا

خپروونکی

خبرپاڼه

ډول

ټاکنې

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 310664-0799

د اړیکې شمېره: 888242-0783

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA