د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د ټاکنیزو اصلاحاتو څلورمه مشورتي غونډه

د ټاکنیزو اصلاحاتو د غوښتونکې ډلې څلورمه مشورتي غونډه چې د سیاسي ګوندونو، د مدني ټولنې د بنسټونو او رسنیو له استازو پکې ګډون درلود د ټاکنیزو اصلاحاتو د بنسټیزو اصولو مسودې باندې د بحث او د ټاکنیزو اصلاحاتو په چاره کې د سیاسي ګوندونو د انسجام په موخه جوړه شوه چې په پایله کې د ټاکنیزو اصلاحاتو بنسټیز اصولو مسوده د ځینو مادو په تعدیل سره نهایي شوه او د ټاکنیزو اصلاحاتو په چاره کې د سیاسي ګوندونو د انسجام طرحه هم د غړو د منلو وړ وګرځېده. همدارنګه پرېکړه وشوه چې د فیفا موسسه دې د سیاسي ګوندونو جلا غونډه جوړه کړي او لا زیات ګوندونو ته بلنه ورکړل شي ترڅو د ټاکنیزو اصلاحاتو په چاره کې د ګوندونو همغږۍ شورا د جوړښت او انسجام طرحې په چمتو کولو باندې لا زیات بحث وشي. په پای کې د عدالت غوښتنې د ډلې د داخلي دندو اصول چې په مخکنۍ غونډه کې نهایي شوي وو، په غونډه کې د حاضرو غړو پر مټ لاسلیک شو او د انسجام کمېټې غړي د هغه پر بنسټ وټاکل شول. کابل – ۱۳۹۵ د زمري ۷مه (۲۰۱۶ د جولای ۲۸مه)

نور جزئیات


7/28/2016

نېټه

22

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځنۍ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA