د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو بندون هواري په اړه د فیفا خبرپاڼه

فیفا له دې چې درنو نوماندانو ډیموکراټیک بهیر او د خلکو رایو ته په درناوي سره یوه داسې میکانیزم ته سره هوکړه وکړه چې د ۱۳۹۳ کال د ټاکنو وروستۍ پایلې د خلکو د رایو او د ټاکنو د بهیر له لارې وروستۍ شي، په کلکه هرکلی کوي. په هغه هوکړه کې چې له نړیوالې ټولنې سره په همکارۍ د ټاکنیزې ستونزې د هواري په برخه کې شوې، ټاکل شوې چې ټولې کارول شوې رایې له سره وپلټل شي او وشمېرل شي. له دې چې د دغه بندون په هواري کې د بهیر تخنیکي پلټنې ته لومړيتوب ورکړل شوی، فیفا هغه په هېواد کې د ټاکنیزو بنسټونو او د بهیر د اعتبار بیا راژوندي کېدو او د بهیر روڼتیا په ټینګښت کې یو رغنده او مخ پر وړاندې ګام بولي. د رایو د بیاشمېرنې د بهیر بریالیتوب او د روڼتیا زیاتوالي په موخه فیفا له مسوول بنسټونو څخه غواړي ترڅو د رایو د بیاشمېرنې او تفتېش د پلي کېدو په برخه کې یوه روښانه او څرګنده تګلاره جوړه او ژر تر ژره یې پلي کېدو کې ګام پورته کړي. د فیفا مشر نادر نادري نن وویل:" د ټاکنیزو بنسټونو د اعتبار بیاراژوندي کول او د ټاکنو تخنیکي بهیر ته ارجحیت ورکول کولای شي د قدرت د لېږد ډیموکراټیک بهیر باندې د خلکو باور راژوندی او پیاوړی کړي." هغه زیاته کړه:" فیفا باوري ده چې دغه ګام د یوې ډموکراټیکې او ولسواکې ټولنې لپاره د افغانستان د خلکو پر حقو غوښتنو په پوره کېدو کې د هغو بریالیتوب لپاره لار هواره کړې ده." دا چې د کارولو شویو ټولو رایو بیا پلټنې او کتنې له کبله د وروستیو پایلو اعلان یو ځل بیا وځنډېد، فیفا د ټاکنو خپلواک کمیسیون او نورو اړوندو بنسټونو څخه غواړي ترڅو په دې برخه کې یو نوی مهالویش جوړ او له اړوندو بنسټونو، رسنیو او خلکو سره شریک کړي. د دوه نوماندانو تر منځ په هوکړه شوې طرحه کې زیاتره د نړیوالې همکارۍ پر اړخونو ټینګار شوی دی. فیفا هوډ لري ترڅو د یوه ملي مشاهد بنسټ په توګه د رایو بیاکتنې او پلټنې له بهیر څخه څارنه وکړي او له اړوندو بنسټونو څخه غواړي ترڅو په دغه بهیر کې د نړیوالو بنسټونو سربېره کورنیو ملي او مشاهدو بنسټونو رول په کلکه په پام کې ونیول شي او فعالیت یې ته لار هواره شي. د ټولو رایو بیاشمېرنه او تفتېش لازم غور او احتیاط ته اړتیا لري. فیفا په دغه بهیر کې له ښکېلو غاړو څخه چې د رایو د تفتېش مسوولیت پر غاړه لري، غواړي ترڅو په دغه بهیر کې لازم غور او پاملرنه وکړي ترڅو د خلکو له پاکو رایو څخه ملاتړ وشي. کابل، یکشنبه، ۱۳۹۳ د چنګاښ۲۲مه

نور جزئیات


7/13/2014

نېټه

فیفا

خپروونکی

خبرپاڼه

ډول

ټاکنې

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 310664-0799

د اړیکې شمېره: 888242-0783

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA