د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ ټاکنو د دویم پړاو د څارنې په اړه د فیفا خبرپاڼه

»نن دغبرگولی د میاشتې ّپه ۲۴ مه د افغانستان خلکو د دیموکراسۍ د پایښت او ودی لپاره رایې ورکړې، مرکزونو ته لاړل او د ولسمشرۍ په ټاکنو کې یې په پراخه توګه ګډون وکړ. د ټاکنو دغه بهیر د سهار په ۷ بجو پیل او د غرمې تر څلور بجو پورې یې دوام درلود. « د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسی د ولسمشرۍ د ټاکنو د لومړي پړاو د څارنې وروسته یو ځل بیا د خپلو نهه زرو دایمی اولنډ مهاله څارونکو په مرسته د دوهم پړاو ټولټاکنی په ټول هیواد کی وڅارلی. فیفا د دوهم پړاو د ټاکنو ترسره کیدو له امله د خپلو خلکو اوټاکنیزو کمیسونونو ته مبارکی ، او دټاکنو په دوهم پړاو کی د خلکو د پراخه ګډون ستاینه کوی. همدا رنګه د خپلو ټولو هغه رضاکارو او څارونکو نه مننه کوی چی له نیکه مرغه یی د دوهم پړاو په بهیر کی په ګډون سره د خپلو خلکو په څنګ کی ودریدل. فیفا، یوځل بیا افغانستان د ټولو امنیتی ادارو کړنی د قدر وړ بولی او د رای اچوونکو ټاکنیزو مرکزونو او محلونو، څارونکو، کتونکو، د مطبوعاتو د کارکونکو دژوند دخوندیتوب لپاره د هغو هڅو اوکوښښنو څخه د زړه له کومی مننه کوی اوپدی بهیر کی دقربانی شوو کسانو او د هغو د درنوکورنیو دپاتی غړو سره خپله خواخوګی شریکوی. د امنیتی ګواښونو سره سره، په دوهم پړاو کی د خلکو پراخ ګډون په ډیموکراسی باندی د هغوی باور او ژمنه په ډاګه کوی. فیفا، دافغانستان له خلکو څخهمننه کوی چی یوځل بیا یی خپلی ملی مسولیت په اداکولو او ټولټاکنوکی د ګډون له امله یی زمونږ په ګران هیواد افغانستان کی په سوله ایزه توګه د واک د سپارلو باورونه لاغښتلی کړ. پدغه بهیرکی دخلکودارزښتناک ګډون ترڅنګ د ټولو صوتی، تصویری،اوچاپی رسنیو، ټولنیزو رسنیو او سیمه ایزه خبریالانو خبری پوښښ خلکو ته د اطلاع رسولو په برخه کیموثر ګنی. د فیفا کتونکو د ټولټاکنو په بهیرکی د ناوړه کړنو، قانون څخه د سرغړونو په اړه خپل راپور رسنیو ته ورکړی چی ددی پیښو شمیر او څرنګوالی د تیرشوو سرغړونو د بیا تکرار تجربه ښیی، دمثال په توګه: د رای اچونی د موادو کمښت،دمحلانو ناوخته خلاصیدل، درغلی، د فیفا کتونکو ته د څارنی اجازه نه ورکول،هغه ستونزی دی چی فیفاکتدونکو په خپلو ساحوکی په لمرنیو موندونو کی په ګوته کړیدی.

نور جزئیات


7/15/2014

نېټه

فیفا

خپروونکی

خبرپاڼه

ډول

ټاکنې

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 310664-0799

د اړیکې شمېره: 888242-0783

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA