د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د ۱۳۹۳ کال ولسمشریزو ټاکنو لومړنیو پایلو د اعلان په اړه دفیفا خبرپاڼه

»فیفا د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان څخه هرکلی کوي، خو په عین وخت کې د ټاکنیزو کمیسیونونو د ځینو مسوولینو پر مټ د غیرمسلکي نظر څرګندولو څخه اندېښمنه ده. « د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان د ټاکنو په بهیر کې یو مخ پر وړاندې او مثبت ګام دی. فیفا د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان څخه هرکلی کوي، خو دې ته په پام سره چې دا پایلې د قانون له احکامو سره سم قطعي او وروستۍ نه دي، فیفا باوري ده چې د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون پر مټ پر دغو پایلو د لګېدلو اعتراضونو او شکایتونو ته رسېدنه کولای شي په دغه بهیر کې د اهمیت وړ او حساسو پړاو وي. له دې کبله شکایتونو ته د رسېدنې، د ټاکنو پر پایلو او د دغه کمیسیون پر پرېکړو د خلکو او درنو نوماندانو د باور زیاتوالي دروند مسوولیت د شکایتونو د اورېدو کمیسیون دی. فیفا په دې برخه کې د دغه کمیسیون لازیات بریالیتوب غواړي. فیفا د یوه ملي مشاهد بنسټ په توګه د خپل ملي ریاست په پام کې نیولو او د بې طرفۍ پر اصل په باورندۍ سره د دغه بهیر له ټولو پړاوونو څخه څارنه کړې او د خپلې مشاهدې موندنې یې د همکار په توګه (نه شکایت کوونکي) د خپلو صلاحیتونو په چوکاټ کې تل له ټاکنیزو کمیسیونونو سره شریک کړي دي. په ټوله دنیا کې معمول اسټنډرډونه دا دي چې مشاهد بنسټونه په کړکېچنو پېښو کې د ګټورې معلوماتي سرچینې او دریم مټ په توګه د بهیر په لاره اچوونکو بنسټونو سره همکار وي او د هغو له مشاهداتي موندنو څخه د ګونګو او تیارو زاویو په روښانولو کې د اطلاعاتو په توګه ګټه اخیستل کېږي. فیفا سره له دې چې په ځینو برخو کې د ټاکنیزو کمیسیونونو د مسوولینو کړنې ستايي، خو په عین وخت کې د دغو کمیسیونونو د ځینو مسوولینو له څرګندونو څخه اندېښمن دی. په هېواد کې له ټاکنیزو بهیرونو څخه د څارنې ځلانده سابقه لرونکو مشاهد بنسټونو د مشاهداتي موندنو په هکله د ټاکنیزو کمیسیونونو ځینو مسوولینو ویناوې نه یوازې غیرمسوولانه دي، بلکې څرګندونې یې د مشاهد بنسټونو د قانوني واک او مکلفیتونو له چوکاټ څخه د بهر تمو څرګندونه هم کوي. منصفانه دا ده چې د ټاکنو په بهیر کې د مشاهد بنسټونو د بې اعتباره کولو پر ځای د هغو له اطلاعاتو څخه چې د کمیسیونونو په واک کې یې ورکړي، د مسلکي او سیاسي پلوي پرته ګټه پورته کړي.

نور جزئیات


4/27/2014

نېټه

فیفا

خپروونکی

خبرپاڼه

ډول

ټاکنې

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 310664-0799

د اړیکې شمېره: 888242-0783

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA