د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


فیفا د ۱۳۹۳ کال د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو د ټاکنو پر بهیر تر ټولو پراخه کورنۍ څارنه کوي

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه (فیفا) په کابل کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو له ټاکنیز بهیر څخه د څارنې په موخه له کاناډا، ډنمارک، جرمني او بریتانیا له سفارتونو سره هوکړه لیک لاسلیک کړ. فیفا به د راتلونکو ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو له ټاکنیز بهیر څخه د څارنې په موخه په ټول هیواد کې له (۱۰۰۰۰)څخه زیات څارونکي پر دندو وګماري. د څارنې دغه پروګرام به د هېواد په تاریخ کې د یوه کورني بنسټ تر ټولو پراخ څارنیز ماموریت وي. ۲۰۱۴ کال په افغانستان کې د سیاسي قدرت لېږد په برخه کې د پام وړ ټکی بلل کېږي، ځکه چې په دغه هېواد کې به ټاکنې وشي ترڅو له ۲۰۰۱ کال څخه وروسته خپل نوی ولسمشر به وټاکي. نړیواله ټولنه د افغانستان له دولت سره په همکارۍ هڅه کوي ترڅو د رڼو ټاکنو لپاره لار هواره کړي. په دې برخه کې خپلواکه او بې پلوه څارنه د رڼو، عادلانه او اعتبار لرونکې ټاکنو کې بنسټیز رول لوبوي. په دې موخه د کاناډا، ډنمارک، جرمني او بریتانیا سفارتونو د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو له موسسې (فیفا) سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ او د فیفا ټاکنیزې څارنې له پروګرام څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ. یادو سفارتونو ژمنه وکړه چې په ټول هېواد کې د دې موسسې ټولو څارنیزو پروګرامونو د تمویل لپاره به ۳.۸ میلیونه ډالره ځانګړې کړي. د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د موسسې (فیفا) عمومي مشر نادر نادري وویل:" په هېواد کې د ډموکراټیک بهیر اغېزمنتیا او ډموکراسۍ پیاوړتیا لپاره، دا زموږ افغانانو مسوولیت او دنده ده ترڅو د ټاکنو د بهیر د روڼتیا کچه لوړه او د هغه بریالیتوب تضمین کړو." هغه زیاته کړه:" خوشاله یم چې د افغانستان نړیوال همکاران مو تر څنګ ولاړ دي او د ازادو، عادلانه او معتبره ټاکنو لپاره ګډه هڅه او کوښښ کوي." فیفا تر ټولو لوی نادولتي بنسټ دی چې په افغانستان کې له ټاکنو څخه د څارنې په برخه کې فعالیت کوي. د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې فیفا وتوانیده چې د هېواد څه دپاسه ۶۵ سلنه برخه وڅاري او هڅه کوي ترڅو د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې د خپل پوښښ کچه ۷۰ سلنې ته پراخه کړي او د هېواد لرې پرتې سیمې هم د خپلې څارنې تر پوښښ لاندې راولي.

نور جزئیات

4/2/2014

نېټه

فیفا

خپروونکی

رپوټ

ډول

ټاکنې

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA