د ۱۳۹۳ کال ولسمشرۍ ټاکنو د نېټې اعلانېدو په اړه د فیفا خبرپاڼه
د افغانستان د ازاد او عادلانه ټاکنو موسسه (فیفا) د اساسي قانون مطابق د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو نېټې اعلانېدل د راتلونکو ټاکنو لپاره یو مهم ګام بولي او دا د هغو مشخصاتو څخه د یوې مشخصې پلې کیدل ګڼي کوم چی د افغانستان دولت ورته په توکیو کنفرانس کی ژمنتیا ښودلې وه. نن د فیفا عمومي رئیس نادر نادري وویل: " د ټاکنو کمېسیون لخوا د ټاکنو د ترسره کېدو نېټې اعلانېدل د ټاکنو د ترسره کېدو ټولو ابهاماتو ته د پای ټکی کېښود. " هغه زیاته کړه: " چې افغان وګړي د هېواد پارلمان او حکومت څخه هیله مند دي چې د شفافه، ازادو او عادلانه راتلونکو ټاکنو لپاره دی د ټاکنو اړوندو قوانینو کې قانوني اصلاحات راوړي." فیفا د راتلونکو ټاکنو د ترسره کیدو نیټی اعلانیدلو څخه هرکلی کوی او د مدنی ټولنو او سیاسی ګوندونو فعالینو څخه غواړی چی د ټاکنو عامه پوهاوی کی فعاله ونډه واخلی او د دیموکراتیکو ټولټاکنو د پروسی په اړه د خلکو د باور زیاتوالی کی رغنده رول ولوبوی. فیفا همدا شان د هیواد امنیتی ځواکونو څخه غواړی چی همدا اوس نه د راتلونکو ټاکنو د امنیت تامین لپاره لازمی لاری چاری پیل کړی او د دی لاری څخه دی د ټاکنو اړوند شته امنیتی تشویشونه له مینخه یوسی، او پدی اړه دی خلکو ته ډاډمنتیا ورکړی. د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه (فیفا) یو غېر انتفاعی، بې طرفه او ملي معتبر بنسټ دی چې د یو څو مدني ټولنې بنسټونو لخوا په 2004 کال کی چی 1383 کال سره سمون لري جوړ شویدی. فیفا د ټاکنو د آزاد او عادلانه والی څخه نظارت، په هیواد کی د دیموکراسی بنسټیزه کول او په ټاکنو کی د خلکو د ګدون د کچی لوړولو او په دیموکراتیکو بهیرونو کی د عامه باور د کچی لوړتیا لپاره فعالیت کوی. چهارشنبی د 1391ام کال د لړم میاشتی لسمه - کابل:
10/31/2012
فیفا
خبرپاڼه
ټاکنې
پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان
د اړیکې شمېره: 310664-0799
د اړیکې شمېره: 888242-0783
برېښنالیک: info@fefa.org.af
د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA