د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د ټاکنیزو اصلاحاتو درېیمه مشورتي غونډه

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې د ټاکنیزو اصلاحاتو غوښتونکې ډلې څلورمه مشورتي غونډه د سیاسي ګوندونو، د مدني ټولنې د بنسټونو او رسنیو ګڼ شمېر استازو په فعال ګډون جوړ کړ. په دې غونډه کې لومړی د یادې ډلې د داخلي دندو د اصولو مسوده چې په مخکنیو غونډو کې چمتو شوې وه ګډون کوونکو ته ووېشل شوه او د هغو وروستي نظریات واخیستل شول او پرېکړه وشوه ترڅو په راتلونکې غونډه کې یې د ډلې ټول غړي لاسلیک کړي او د پلي کېدو وړ وګرځي. ورپسې د ټاکنیزو اصلاحاتو له پلي کېدو څخه د ملاتړ په موخه د ګوندونو د همغږۍ شورا د جوړښت او سیاسي ګوندونو د انسجام څرنګوالي پر سر نظر ورکړل شو. د سیاسي ګوندونو استازو د فیفا له دغه ګام څخه د ستاینې تر څنګ په دې برخه کې خپل تیاری وښود. په پایله کې د همغږۍ د شورا د موخو د تعین او انسجام څرنګوالي په هکله له هراړخیزو بحثونو څخه پرېکړه وشوه ترڅو سیاسي ګوندونه د ټاکنیزو اصلاحاتو د پلي کېدو لپاره د هڅې په موخه د فیفا تر نظر لاندې یاده شورا رامنځ ته کړي او په بله غونډه کې د یادې شورا د کاري میکانیزم چمتو کولو او ټاکنیزو اصلاحاتو په هکله بحث وکړي. په پای کې فیفا د سیاسي ګوندونو، مدني بنسټونو او رسنیو د استازو له راتګ څخه مننه وکړه او د سیاسي ګوندونو د همغږۍ شورا او د عدالت غوښتنې کاري ډلې سره د هر ډول تخنیکي همکارۍ لپاره خپل چمتووالی وښود.

نور جزئیات


6/15/2016

نېټه

32

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځنۍ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA