د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


په بن کنفرانس کې د ټاکنیز نظام د اصلاحاتو په اړه د فیفا نظر

د افغانستان د ازاد او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا، د المان په بن ښار کې سبا د دوشنبي په ورځ د دسمبر په ۵مه د افغانستان په اړه دایریدونکي کنفرانس ارزښتناک بولي او په دغه کنفرانس کې هر هغه تصمیم او پرېکړه، چې ترمخه یې په افغانستان کې دیموکراسۍ پیاوړي کېږي ملاتړ کوي. فیفا په دې باورده چې عادلانه او رڼې ټاکنې د افغانستان د نظام مشروعیت، لپاره چې په هېواد کی دیموکراسۍ بنسټیز کیدل او پرمختګ تضمینوي، یو مهم ارزښت ګنل کېږي نو لازمه ده چې د افغانستان ټاکنیز نظام د اصلاحاتو د پلې کیدو پروګرام د افغانستان د دولت او نړیوالي ټولنې په ژمنو کې انعکاس ومومې. فیفا په دی باورده ، چې باید دغه اصلاحات په ټاکنو کې روڼتیا، د ټاکنیزو ادارو د کړنو مسلکیتوب او بي طرفي، د سیاسی ګوندو نو فعاله ګډون او د دولتی اداراتو بی پری والي په راتلونکو ټاکنو او په ځانګړي توګه په هیواد کې د ۲۰۱۴کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې تضمین کړاي شي. د فیفا په اند، په افغانستان کې د سیاسي نظام مشروعیت د ازاد او عادلانه ټاکنوله لاري پیاوړی کیدل یوله هغه ضمانتونو څخه دی چې باید د بن کنفرانس د پریکړو او تصمیم نیونه کې پري تاکید وشي. د فیفا رېیس نادرناري وویل: (( د افغانستان بریالیتوب د دیموکراتیکو ارګانونو د پیاوړتیا پوری تړلي دی، نو پکارده چې د دغه ارزښتونو بنسټیزتوب د بن کنفرانس د وروستي سند په پای کې په عمده ټکو کې ځاي کړاي شي.)) د فیفا دمرکزی دفتر لخوا

نور جزئیات


9/6/2015

نېټه

فیفا

خپروونکی

خبرپاڼه

ډول

ټاکنې

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 310664-0799

د اړیکې شمېره: 888242-0783

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA