د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


یو ملت، یوه رایه، یو لیدلوری په افغانستان کې د ټاکنو د بهیر د پیاوړتیا او رغوونې په موخه ګډه ژمنه

موږ په افغانستان کې دیو داسی میکانیزم د رامنځته کیدو غوښتنه کووچې ترمخه یې په مشترکه توګه د ټاکنیزې پروسي د بیلا بیلو برخو ارزونه وشي، د مدني ټولنو، دولت، د ټاکنیزو ادارو، ولسي جرګې، ولایتي شوراګانو، سیاسي ګوندونو، رسنیو او علمي بنسټونو په استازیتوب د ټاکنو د بهیر پیاوړتیا او رغونه غواړو. په هیواد کې دولایتی شوراګانو د۱۳۹۲ ،دولسمشری ۱۳۹۳او ولسي جرګي ۱۳۹۴کال ټاکنو، ته دچمتوالی په موخه موږ دکنفرانس ګډونوال دلاندینیو اصلاحاتو غوښتونکی یو: ۱. دټاکودترسره کولو بنسټونو (دټاکنو خپلواک کمیسیون،دټاکنو د شکایاتو کمیسیون ) خپلواکي او پیاوړتیا غوښتنه کوو. ۲ . د ټاکنو په پروسه کې دټاکنیزو بنسټونو دکړنو روڼتیا او عدالت پیاوړتیا غواړو. ۳.دګوندنو دیته هڅونه چې په ټاکنو کې له میرمنواو نارینه و،څخه غوره کسان نوماند کړي ،انتخابی او انتصابی استازو له خوا خلکو ته دخپلو کړنو په اړه هراړخیزه راپور ورکول. ۴.دهویت پیژندني،سرشمیرني،دنوماندانو نوم لړدقیقه تصفیه او دجعلی کارتونو دپیژندنې په موخه یو نوی نظام رامنځته کول. ۵.دټاکنودپرله پسي ترسره کیدو څخه دی دامکان په صورت کې ژغورنه کول. ۶.دیو میکانیزم رامنځته کول،چې ترمخه یې په مشترکه توګه دټاکنیزي پروسي دبیلابیلو برخو ارزونه وشي. موږ دکنفرانس ګډونوال ددولت ددری ګونی قوی څخه غوښتنه کوو،چې دټولو امکاناتو څخه په ګټی اخیستینی سره دی دخلکو په وړاندی دیوځواب ورکونکی شفاف ټاکنیز نظام رامنځته کړی،ترڅو دټاکنو په پروسه باندی دخلکو باور زیات شی. موږ دسیاسی مشرانو ،مدنی ټولنو،علماکرامو،روحانینو،او رسنیوڅخه غوښتنه کوو،چې دټاکنو بهیر دپیاوړتیا دقانونداری په عملی کولو کې مرسته وکړی. دغه مسوده په ۱۳۹۰دوږی په ۲۸/۲۹مه نیټه د۱۳۸۸ او ۱۳۸۹کلنو دټاکنو په اړه په افغانستان کې دټاکنو څخه دترلاسه شویو زده کړو او راتلونکي تګلاري تر عنوان لاندی په کنفرانس کې تصویب شوه، نوموړی کنفرانس دفیفا او ان دی ای لخوا دامریکا دپراختیایی اداری په لګښت ترسره شو.

نور جزئیات


12/4/2011

نېټه

40

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځنۍ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 310664-0799

د اړیکې شمېره: 888242-0783

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA