د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


فیفا: د ټاکنیز نظام د اصلاحاتو بهیر باید ژر پیل شي

د افغانستان دازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ(فیفا) چې ۱۳۸۹ کال د ولسي جرګې د ټاکنو د بیلابیلو پړاونولکه : دنوماندانونوم لیکنه،دشکایاتوڅیړنه اوبیا دوروستیو پایلوتردمه دغه پروسه دیوځانګړی میکانیزم له مخي په دقیقه توګه څارلي چه دیو لړبې نظمیواوګډوډیوشاهده وه. او پدی اړوندیې خپل راپورونه په منظمه توګه مربوطه مراجعوسره شریک کړی دي.د۱۳۸۹کال دولسی جرګي دټاکنو دورستیو پایلو اعلان دټاکنو اړونده ادارولپاره یوارزښتناکه موقع اوفرصت په لاس ورکوي،ترڅودټاکنیزنظام په اصلاح کي خپله ژمنتیا په ډاګه کړي. دټاکنو دنظام داصلاح په موخه دهڅو پیل په داسي حال کي چی دولسی جرګی دټاکنو پروسه پاي ته رسیدلي کولای شي چه په هیوادکي ددیموکراسي دپیاوړتیا لپاره یوارزښتناکه ګام وبلل شي. د۱۳۸۹کال دولسی جرګی دټاکنودورستیو پایلو په اړوند دنوماندانو اورایې ورکونکوسره دبی عدالتی احساس داجوته وی چه دټاکنو دنظام اصلاح یواړین امردي، دټاکنو نظام باید داسي اصلاح شي: ترڅودټاکنو اړونده اداری خپل قانون مسوولیتونه په زیات روڼتوب سره سرته ورسوي. نیوکو او شکایتونو ته درسیدني میکانیزم په ځانګړی توګه هغه شکایتونه چی دناقانونه وسلوالوګروپونوسره دنوماندانو تړاو اویاهم هغه شکایتونه چی دټاکنواداروناقیصو اجراتو څخه رامینځ ته کیږی باید اصلاح شې. همدارنګه څارونکو او دنوماندانو استازو ته باید پروسي ته دلاس رسي په لاره کي بشپړامکانات برابرشي.هغه کسان چی دټاکنو دپروسی په بهیرکي شامل دی اودکوم ګواښ سره مخامخ کیږي باید خوندی توب یې لا ډاډمن شي. په ټاکنوپوری داړونده ادارو بایدخپلواکې او مسلکیتوب باید پیاوړی شي. دافغانستان دازاد اوعادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) یوواربیا تاکیدکوي چی هیڅ هغه فرصت چی کولي شي دټاکنو دنظام داصلاح دلاری په هیوادکي دراتلونکو ټاکنوبریالیتوب ډاډمن کړي باید دلاسه ولاړنشي.

نور جزئیات


6/4/2010

نېټه

فیفا

خپروونکی

رپوټ

ډول

ټاکنې

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA