د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د ټاکنیزو اصلاحاتو د غوښتونکې ډلې دویمه مشورتي او کاري غونډه

د ټاکنیزو اصلاحاتو غوښتونکې ډلې خپله دویمه مشورتي او کاري غونډه د پنجشنبې په ورځ د روان کال د غبرګولي په ۱۳مه نېټه د غرمې له نهو د ماسپښین تر ۱:۰۰ بجې پورې د فیفا په دفتر کې جوړه کړه. په دې غونډه کې لومړی د ډلې د داخلي دندو د اصولو مسوده چې په مخکنۍ غونډه کې بحث پرې شوی او د ډلې نظریات پکې شامل و، ولوستل شوه او ټولو شته غړو پر مټ د یادې ډلې د دندو د اصولو په توګه نهایي شول. د دندو دغه اصول به په راتلونکې غونډه کې د ډلې د غړو لخوا لاسلیک شي او کاپي به یې غړو ته ووېشل شي. ورپسې د اجنډا له مخې د ټاکنیزو اصلاحاتو د اساسي اصولو مسوده چې د فیفا موسسې پر مټ چمتو شوې وه او درې برخې (د ټاکنو روڼتیا، د ټاکنو پر بهیر او ټاکنیزو کمیسیونونو باندې د باور رامنځته کول او په راتلونکو ټاکنو کې د سیاسي ګوندونو د رول پیاوړتیا) یې درلودې تر بحث لاندې ونیول شوه. د ډلې هر غړي د اصولپاڼې د مادو په اړوند نظر څرګند کړ او ټاکنیزو اصلاحاتو د بنسټیزو اصولو په توګه یې پر ټولیزو مواردو هوکړه وکړه. په پای کې هوکړه وشوه چې د ډلې غړي به په راتلونکې غونډه کې په ټاکنو کې د سیاسي ګوندونو د رول پیاوړتیا او د سیاسي ګوندونو د قانون پر سر بحث وکړي.

نور جزئیات


6/2/2016

نېټه

20

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځنۍ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA