د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


دافغانستان دازاد او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا خبرپاڼه

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ: د ټاکنيزوشکايتونو دکميسيون لخوا د ټاکنيزو شکايتونو څيړنه شميرنه او د رايو دوھم ځلې بشپړېدل د ټاکنو پر بھير د خلکو د اعتماد لوړلو کی دارزښت نه ډک عمل ګڼی. دټاکنيزو شکايتونو کميسيون ددوھم ځلی رای شميرنی بھير دټاکنودقانون پربنسټ او دټاکنودخپلواک کميسيون دبشپړه ھمغږی په درلودلو سره دنوماندو داستازو او دڅارونکو سر ه دنژدی څخه دمعلوماتو دشريکولو له لاری بشپړ کړی دی . فیفا پردې باور ده چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون کار د ھمدې پرېکړې په نيولو سره پای ته نه دی رسيدلی، ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون بايد د خپلو صلاحيتونو په کارولو سره ټولو ھغه ستونزو او سرغړونو ته چې د ټاکنو اداره ته ګټور دی قانون سره سم رسيدګی وکړی . احمد نادر نادري د فیفا عمومي مشر د ټاکنيزو سرغړونو څېړنه او په ھکله پريکړه کول او پرېکړې ددغې څخه د کانديدانو او د افغانستان ولس ملاتړ بيا په ھيواد کی د ټاکنو پروسی باندی دعامه اعتماد رغولو په موخه يومھم ګام بولی . دافغانستان دازاد او عادلانه ټاکنو بنسټ ژمن دی چې د ټاکنوخپلواک کميسيون سره په ټاکنو باندې د اعتماد زياتېدو په موخه خپلو ھر اړخيزو ھمکاريو ته دوام ورکړي . درناوی د ازادو او عادلانه ټاکنو موسیسې مشرتابه پلاوی

نور جزئیات


7/13/2014

نېټه

فیفا

خپروونکی

خبرپاڼه

ډول

ټاکنې

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 310664-0799

د اړیکې شمېره: 888242-0783

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA