د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


د ۲۰۱۸ کال د ټاکنیزو بنسټونو د همغږۍ پنځمه غونډه

فیفا روان کال د زمري په ۱۵مه د ټاکنیزو او په ټاکنو کې د ښکېلو بنسټونو تر منځ د همغږۍ پنځمه غونډه د خپل دفتر د کنفرانسونو په صالون کې جوړه کړه. د دغې غونډې موخه د ټاکنیزو او په ټاکنو کې د ښکېلو بنسټونو تر منځ د همغږۍ او همکارۍ پراختیا او د دغو بنسټونو د فعالیتونو او کړنو په اړه د معلوماتو شریکول و. په دغه غونډه کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون، د ښځو چارو وزارت، د ملي ډموکراټیک انسټیټیوټ او د مدني ټولنې بنسټونو ته ورته د ۲۰ صلاحیت لرونکو بنسټونو استازو ګډون درلود. فیفا د کورنیو چارو وزارت ته هم په رسمي توګه بلنه ورکړې وه ترڅو یې یو صلاحیت لرونکی استازی دغې غونډې ته راواستوي، خو د دغه بنسټ استازي په غونډه کې له ګډون څخه ډډه وکړه. همدارنګه د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې او د سیمییزو ارګانونو د ادارې استازي هم د یو لړ ستونزو له کبله ونه توانېدل چې په دغه غونډه کې ګډون وکړي. خو د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې استازي د برېښنالیک له لارې د غونډې د اجنډا په هکله معلومات وړاندې کړل. د غونډې په پیل کې د فیفا د پروګرامونو مسوول انجنیر محمد نعیم اصغري د غونډې موخې او اجنډا تشرېح کړې. نوموړي له ګډونوالو څخه وغوښتل ترڅو د خپلو وروستیو کړنو او فعالیتونو په هکله معلومات وړاندې کړي. ورپسې د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمېشنر ښاغلي رفیع الله بیدار د دغه کمیسیون د کړنو او فعالیتونو په هکله معلومات ورکړل. ښاغلي بیدار له فیفا څخه مننه وکړه چې د ښکېلو ټاکنیزو بنسټونو تر منځ د همغږۍ د غونډو کوربتوب کوي او ویې ویل:"په غزني ولایت کې بېلابېل ملیتونه او قومونه ژوند کوي او ټول حق لري چې په ټاکنیزو بنسټونو کې استازی ولري خو په تېرو ټاکنو کې د غزني ولایت له یوه ځانګړي قوم څخه څو استازو ولسي جرګې ته لار ومونده. دې موضوع د غزني د یو شمېر اوسېدونکو اعتراض او لاریونونه راوپارول او په دغه ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولایتي دفتر د دروازې د تړل کېدو لامل شو. اعتراض کوونکو د غزني ولایت د څو حوزوي کولو غوښتنه کوله تر څو د غزني ټولو ملیتونو او قومونو ته د استازي درلودو واره ورکړل شي."

نور جزئیات

8/6/2018

نېټه

20

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځنۍ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA