د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


ټاکنو ته د اعتبار ورکولو د پروګرام وړاندیز شوي اصول

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) موندنې، وړاندیزونه او لازمې سپارښتنې چې له ولایتي غونډو، مشورتي غونډو او د عدالت غوښتنې له غونډو څخه ترلاسه راغلي، د «د ټاکنو پروسې ته د اعتبار ورکولو اعلامیې» په چوکاټ کې لیکلي او د کنفرانس له لارې یې د ټاکنو ښکېلو اړخونو، د ټاکنو په برخه کې فعالو نړیوالو بنسټونو او د دغه پروګرام له مالي ملاتړو سره شریکوي. د فیفا موسسه له ولایتونو څخه څارنیزو موندنو او له سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنې بنسټونو سره مشورتي غونډو ته په پام سره او د سرغړونو د احتمالي اصلاح او د ټاکنو په نورو پړاونو کې د دغو سرغړونو د مخنیوي په موخه د ټاکنو خپلواک کمیسیون، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون، د نفوسو د احوال د ثبت ادارې، د افغانستان دولت او نړیوالې ټولنې ته لاندې وړاندیزونه کوي. د دغو وړاندیزونو یوه برخه په لنډمهال کې د پلي کېدو وړ ده، خو د نورو پلي کېدل د ټاکنیزو بنسټونو اوږدمهالي پلان، تعقیب او ژمنتیا ته اړتیا لري. له بلې خوا، یو شمېر یې د نوم لیکنې اړوند دي، په داسې حال کې چې ځینې نور یې د ټاکنو اړوند نورو پروسو سره تړاو لري. په دغو پروسو کې د خپلمنځي همغږۍ، د سیستم اصلاح او سمون له کبله کېدی شي چې په ټوله کې د ټاکنیزو بنسټونو په کړنو او د ټاکنو ټولې پروسې باندې رغنده اغېزه وکړي. 1. د ټاکنو خپلواک کمیسیون اړوند اصول: د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تېرو ژمنو په خلاف د ټاکنو په ورځ د پروسې کنټرول له لاسه ورکړ. پر دې بنسټ، داسې ډېر موارد شته چې کمیسیون کولی شي د اصلاح لپاره یې جدي، عملي او صادقانه ګام پورته کړي. پر همدې بنسټ په ولایتونو کې د فیفا د ټاکنیزو غونډو او مشورتي غونډو له موندنو سره سم لاندې وړاندیزونه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وړاندې کېږي ترڅو پر دغو ټاکنو د تېرو پېښو ناوړه اغېزې راکمې شي او په راتلونکو ټاکنو کې په ځانګړې توګه د راتلونکي کال په احتمالي ولسمشریزو ټاکنو کې له دغو محدودیتونو او نیمګړتیاو څخه مخنیوی وشي. لومړی اصل: د بایومټریک د سیستم پر مدیریت باندې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د حاکمیت ساتل او د رایې اچوونکو د ثبت او پېژندلو وسایلو د اغېزناکتیا د کچې لوړول:

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

2/20/2019

نېټه

59

د ګډون کوونکو شمېر

یک روز

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA