د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ښځو د سیاسي حقونو پلټنه

دا راپور د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې د نوماندانو له نظره د ښځو د سیاسي حقونو پلټنه ځای پر ځای شوې ده. د هېواد په سیاسي پروسو کې د ښځو د ګډون د موضوع اهمیت او پراخوالي ته په پام سره فیفا وتوانېده چې هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د ولسي جرګې له ۳۵۰ نوماندانو سره اړیکه ونیسي او د دوی د سیاسي حقونو پلټنه وکړي. مهمې موندني د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ښځو د سیاسي حقونو د پلټنې د پروګرام مهمو موندنو کې د نوماندانو د نوملیکنې پړاو، د کمپاین پړاو، د چوپتیا دوره او د پایلو اعلان شاملېږي. د رایې اچوونکو د نوملیکنې پړاو کې د ښځو ننګونې او ستونزې په لوېدیځو ولایتونو لکه هرات کې د ناامنیو سربېره په زیاترو ولسوالیو کې د مخالفینو او طالبانو شتون دی چې د ټاکنو په پړاونو کې یې په تېره بیا ښځو ته جدي اندېښنې رامنځته کړي او دوی بیا هم د ټاکنو راتلونکو پړاونو په تېره بیا د کمپاین دورې ته اندېښمن دي. دا په داسې حال کې ده چې د امنیت په نشتوالي کې نه یوازې دا چې په ټاکنو کې د خلکو د نه ګډون، بلکې د ټاکنو نه کېدو وېرې هم نوماندانې اندېښمنې کړي دي. په دغه ولایت کې د ښځو چارو وزارت هم له بده مرغه د ښځینه نوماندانو لپاره کوم کار نه دی کړی چې ان د پوهاوي ورکولو کوم پروګرام یې هم نه دی ترسره کړی. د ټاکنو کمیسیون په هرات ولایت کې تر اوسه تر یوه بریده خپله دنده په سمه توګه ترسره کړې او امنیتي چارواکي په ولسوالیو کې د بشپړ امنیت راوستلو هڅه کوي. شمال ختیځ ولایتونه لکه تخار هغه ولایت دی چې د نورو ولایتونو په پرتله ښه امنیت لري، خو بیا هم دودیز مسایل، ناسم کلتورونه، امنیتي ګواښونه، لوړتیا غوښتنه، وزګاري، د کورنۍ د سرپرست نه درلودل، د شاقه کارونو ترسره کول، بېوزلي او تنګلاسي، د نوماندېدو لپاره په بانک کې د تحویلي پيسو نه درلودل، د نوماندۍ لپاره د ملاتړیز سند راټولول او ناسم باورونه له هغو ستونزو څخه دي چې په دغه ولایت کې ښځې ورسره لاس او ګرېوان دي. سربېره پر دې له خپلو سیاسي - ټولنیزو حقونو څخه د ښځو ناخبري د دوی پر وړاندې یو له مهمو ننګونو څخه دی چې زیاتره یې په لیرې پرتو کلیو کې ژوند کوي. که څه هم په تېرو ټاکنو کې په دغه ولایت کې د ښځو ګډون تر یوه بریده ښه وو، خو په راتلونکو ټاکنو کې به د قناعت وړ نه وي. د تابعیت پېژندپاڼې نه درلودل، له یوې ولسوالۍ څخه مرکز ته کډه کول او یا برعکس او له شرعي محرم پرته له کوره وتل له هغو ننګونو څخه دي چې لامل شوی چې ښځې له خپلو دغو حقونو څخه لږ برخمنې شي. په تخار ولایت کې یوه نومانده د زورواکو له خوا وتښتول شوه.

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

10/20/2018

نېټه

۴۱۸

د ګډون کوونکو شمېر

۶ میاشتی

موده

په ۳۳ ولایتونه

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA