د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو، ولایتي شوراګانو او د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو په پروسه کې د ښځو او ځوانانو د رغنده ګډون لپاره وړاندیز شوي اساسي اصول

د افغانستان د مرکزي احصائیې ادارې د ۱۳۹۴ کال د راپور له مخې د هېواد د نفوسو ۴۸.۸٪ برخه ښځې دي. د (فیفا) د ۱۳۹۳ کال د ټاکنو په راپور کې همدارنګه راغلي چې د ولایتي شوراګانو د نوماندانو ۱۱٪ او د ولسي جرګې د ۱۳۹۷ کال په ټاکنو کې ۱۶.۲۱ سلنه ښځې وې. فیفا کوښښ وکړ چې د مشورتي غونډو او ګروپي بحثونو په جوړولو سره په سیاسي برخو کې د ښځو د کمرنګه ګډون عوامل په ګوته کړي. «د افغانستان د ولسي جرګې د ۱۳۹۷ کال په ټاکنو کې کومې ستونزې چې ښځې ورسره مخامخې وې دا دي: د رایې اچونې د مرکزونو ناوخته کېدل، د رایې اچوونکو د نوملړ ستونزې، د رایې اچونې مرکزونو او محلاتو ته د حساسو توکو نه رسېدل، پرانیستل د بایومټریک ناسم سیستم، د امنیت نشتوالی، له خپلو ښاروندي حقونو څخه د ښځو د پوهاوي د کچې ټیټوالی، د رایې اچونې د مرکزونو لیرېوالی، د ښځو پر ځان د نارینه نیابتي رایه اچونه او د ښځو د رایې اچونې لپاره د جلا مرکزونو نشتوالی و.» د پروګرام ګډونوالو بېلابېل عوامل یاد کړل چې د ښځو د ګډون د کمرنګۍ لامل شوي دي، لکه: له سیاسي پروسو په تېره بیا له ټاکنو څخه د کورنیو نه پوهای او د نرواکي کلتور شتون، د ښځو پر توان باندې بې باوري او د ښځو د سواد د کچې ټیټوالی، د ښځو اقتصادي تړاو او د نوماندۍ لپاره د کافي پیسو نه درلودل، امنیتي ګواښونه او په هېواد کې واکمن وضعیت. فیفا له ځوانانو او محصلینو سره د ګروپي بحثونو او ناستو په جوړولو او د کال د مخکښو ځوانانو د په ګوته کولو لپاره د اندپوښتنې په جوړولو سره د ځوانانو د سیاسي ګډون په اړه بحث وکړ. په دغو پروګرامونو کې په ټاکنو کې د ځوانانو د ګډون کچه وپلټل شوه او هغه مهم کبلونه چې په اوسنیو شرایطو کې د ځوانانو د ګډون او نه ګډون لامل کېږي، په ګوته او وارزول شول. په هغه اندپوښتنه کې چې د (آسیا) بنسټ د ځوانان د ګډون او شتون تر مخ د ننګونو او ستونزو او د ځوانانو د رول په هکله کړې وه، بحث شوی دی. خو بیا هم د ځوانانو د سیاسي ګډون تر منځ ډېرې ستونزې شته چې په لاندې ډول دي: د مشرواکي کلتور او د ځوانانو پر توان د ټولنې بې باوري، وزګارتیا،بې باوري رامنځته کوي، نالوستي او د لوړو زده کړو لپاره د اسانتیا نشتوالی، اقتصادي ستونزې، ناامنۍ، خپلو بنسټیزو حقونو ته د ځوانانو نه لاسرسی، په نشه یي توکو روږدېدل، د حکومت په مشرتابه کې د ځوانان نشتوالی. د دولت په پرېکړو او په راتلونکو ټاکنو کې د ځوانانو د پراخ ګډون په موخه فیفا یو لړ اصول برابر کړي دي.

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

2/15/2019

نېټه

70

د ګډون کوونکو شمېر

۱ ورځ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA