د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


د ټاکنیزو او په ټاکنو کې د ښکېلو بنسټونو تر منځ د همغږۍ د شپږمې غونډې راپور

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) د ټاکنیزو او په ټاکنو کې د ښکېلو بنسټونو تر منځ د همغږۍ شپږمه غونډه روان کال د وږي په ۱۲مه د خپل دفتر د کنفرانسونو په صالون کې جوړه کړه. د دغې غونډې موخه د ټاکنیزو او په ټاکنو کې د ښکېلو بنسټونو تر منځ د همغږۍ او همکارۍ پراختیا او د دغو بنسټونو د فعالیتونو او کړنو په اړه د معلوماتو شریکول و. په دغه غونډه کې د ټاکنیزو او په ټاکنو کې د ښکېلو صلاحیت لرونکو ۱۲ بنسټونو لکه د ټاکنو خپلواک کمیسیون، د ملي ډموکراټیک انسټیټیوټ، د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې، د سیمییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د مدني ټولنې د بنسټونو استازو ګډون کړی و. په همدې حال کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون، د ښځو چارو وزارت او د کورنیو چارو وزارت استازي د یو لړ ستونزو له کبله ونه توانېدل چې په دغه غونډه کې ګډون وکړي. خو د نفوسو د احوالو د ثبت د ادارې استازي د برېښنالیک له لارې د غونډې له اجنډا په هکله له غونډې څخه وروسته وروسته معلومات وړاندې کړل. د غونډې په پیل کې انجنیر محمد نعیم اصغري د فیفا د پروګرامونو مسوول ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د غونډې موخې او اجنډا یې تشرېح کړه. نوموړي له ګډونوالو څخه وغوښتل ترڅو د خپلو وروستیو کړنو او فعالیتونو په هکله معلومات وړاندې کړي. ورپسې د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمېشنر ډاکټر رفیع الله بیدار په غزني ولایت کې د ولسي جرګې د ټاکنو په هکله وویل چې په دغه ولایت کې د ټاکنو ترسره کول له دوه مهمو ننګونو سره مخامخ شوې وې: 1. د ټاکنو د سیستم حوزوي کولو لپاره د خلکو غوښتنه. 2. په غزني ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ولایتي جوړښت کې سلیقوي او قومي استخدام او غوراوي. صلاحیت څخه ګټه اخلي چې په یاده ماده کې داسې راغلي (که چېرې امنیتي وضعیت، طبیعي پېښې او افتونه یا دې ته ورته حالت د ټاکنو په ترسره کېدو کې د استازیتوب عمومي او عادلانه اصل ناشونی کړي، ټاکنې د کمیسیون په وړاندیز او د امنیت شورا د مشر او غړو، د ملي شورا د دواړو جرګو د مشرانو، د سترې محکمې د مشر او د افغانستان د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې د خپلواک کمیسیون د مشر څخه جوړې کمېټې په تایید له ټاکل شوې نېټې څخه تر څلور میاشتو پورې شا ته لوېږي.) نو د اوسني وضعیت په پام کې نیولو سره په غزني ولایت کې د ټاکنو کېدل ناشونی دی او اوس دغه مسوولیت د امنیت شورا ته ورګرځي چې په یاد ولایت کې د ټاکنو د کېدو په برخه کې تصمیم ونیسي، خو تر اوسه په غزني ولایت کې د ولسي جرګې د ټاکنو د برخلیک په اړوند د امنیت شورا له خوا هېڅ کوم تصمیم نه دی نیول شوی.

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

9/3/2018

نېټه

14

د ګډون کوونکو شمېر

1 ورځ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA