د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


فیفا د ټاکنو د څارونکي بنسټ په توګه روان کال د تلې په شپږمه کېدونکې ولسمشریزې ټاکنې څاري

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه (فیفا) د ټاکنو پروسې ته ورته د ډموکراټیکو پروسو د یوه څارونکي بنسټ په توګه روان کال د تلې په شپږمه کېدونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د چمتووالي بهیر په غور سره څاري. فیفا په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د دوه-دوه بهرنیو کمېشنرانو د غړیتوب هرکلی کوي او هیلمن دی چې دغه کمېشنران خپلې تخنیکي او مسلکي تجربې له کمیسیونونو سره شریکې کړي ترڅو کمیسیونونه د دوی له مسلکي پوهې او تجربو څخه په ګټې د ټاکنو د وضعیت په سمون کې هڅه وکړي. په همدې حال کې، فیفا د پروسې له تخنیکي او سیاسي اړخونو څخه د خپلې مخامخ څارنې او مشاهدو پر بنسټ د مسوول بنسټونو تر منځ د همغږۍ کمزورتیا، د ټاکنیزو کمیسیونونو مدیریتي کمزورتیا، د پروسې به بهیر کې د ټکنالوژۍ نه کارول او د ولایتي شوراګانو او د غزني ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو همهاله ترسره کولو څخه تېښتې ته ورته عملي پروګرامونو او ژمنو او قانوني الزامیتونو پر وړاندې د ټاکنو کمیسیون دوامداره په شا تګ او تزلزل، په عملیاتو په تېره بیا د رایې اچوونکو په نوملیکنه او د ټاکنیز مهالوېش په شریکولو کې ځنډ، د رایې اچوونکو د نوملړ د تضمین او چاڼ لپاره د عملي پروګرام نشتوالي، په مرکز او ولایتونو کې د ټاکنیزو کارکوونکو د اغېزناکتیا نشتوالي، په بېلابېلو موضوعاتو کې په تېره بیا له سیاسي ګوندونو او بنسټونو سره د ټاکنو د معلوماتو په وخت شریکولو کې د روڼتیا د کچې ټیټوالي، د ټاکنیزو تصمیمونو تعدیل او بدلون، د ټاکنو د بنسټیزو موضوعاتو په اطلاع رسونه کې کمزورتیا او د ټاکنو پر پروسې د باور رامنځته کولو لپاره د هڅو معیوبیت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي. فیفا همدا راز په سیاسي اړخ کې د ځینو نوماندانو لخوا ټاکنو د تر وخت مخکې کمپاینونو د پیل او د چلند د اصولو بیا بیا له پامه غورځولو، له ټاکنیزو موخو سره په لوړو مقامونو کې د عزل او نصب لپاره د حکومت د مشرتابه هڅو او د غزني ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو د موضوع د هواري لپاره د ناکامو هڅو په اړه خپله اندېښنه څرګندوي. د یادونې وړ ده چې دغه بنسټ د ټاکنو د سیاسي وضعیت له ترینګلتیا څخه په کلکه اندېښمن دی او هغه کړکېچن او د ټاکنو پر تخنیکي پروسې اغېزمن ګڼي او د ورته وضعیت دوام به بې له شکه د ټاکنو د پایلو منل له ننګونې سره مخامخ کړي.

نور جزئیات

5/30/2019

نېټه

20

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځنۍ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA