د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو د سلامتیا او اعتبار ورکولو منشور

فیفا په هېواد کې د ټاکنو د څارونکي او د روڼتیا د ملاتړي بنسټ په توګه دا خپل رسالت ګڼي چې له حکومت او ټاکنیزو کمیسیونونو سره همکاري وکړي تر څو ټاکنې په بریالیتوب سره ترسره شي او تل ورته ژمن دی. له همدې کبله، دغه سازمان د ملي یووالي حکومت له رهبرانو څخه په درنښت غواړي چې د ټاکنو د سلامتیا د ټینګښت لپاره منشور چمتو او پلی کړي. دغه منشور باید له لازم سیاسي او اجرایي اعتبار څخه برخمن وي. په دې اړوند، فیفا د ملي یووالي حکومت مشرتابه او د ولسمشرۍ نوماندانو ته د لاندې مادو وړاندیز کوي چې په منشور کې یې باید درج کړي: 1. د ټولو اړوند خواو په مټ د منشور د مادو پر مراعاتېدو او پلي کېدو باندې د څارنې د کمېټې رامنځته کول: په لومړي ګام ولسمشر باید ژر تر ژره د دواړو کمیسیونونو د غړو، ملګرو ملتونو او د ټاکنو د څارونکو بنسټونو په شتون کې د ولسمشرۍ له نوماندانو سره ګډه غونډه جوړه کړي او د فیفا د وړاندیز شوې طرحې په چوکاټ کې د ټاکنیزو ټکټونو له ادرسه د مطرح شویو ستونزو په اړه خبرې وکړي. په دې برخه کې لازمه ده چې د هر ټاکنیز ټکټ له لوړرتبه غړو څخه یوه تخنیکي او څارنیزه کمېټه جوړه شي. دغه کمېټه دې د څارنیزې او تخنیکي طرحې پر پراختیا کار وکړي چې وروسته بیا د ټاکنیزو ټکټونو د رهبرانو له لوري تصویب شي. وروسته له هغه چې د ټاکنیزو ټکټونو د مشرتابه کمېټې هغه تایید کړه، ایجابوي چې ولسمشر هغه د یوه فرمان پر بنسټ توشېح او لازم الاجرا کړي. څارنیزه کمېټه باید د فرمان تر صادرېدو وروسته پر دغو محتویاتو ګډه څارنه ولري او که چېرې محتویات له پامه وغورځول شي، په ګډه غونډه کې دې د دغه وضعیت په اړه خپل څارنیز دریځ غوره کړي او د تعقیب لپاره ټاکنیزو کمیسیونونو ته وروپېژندل شي ترڅو هغوی د ټاکنو د قانون له مخې په دې اړه خپل اجراات وکړي. 2. د حکومت مشرتابه باید له هغو رسمي فعالیتونو څخه ډډه وکړي چې ټاکنیزو کمپاینونو ته ورته وي: د هېواد په سیاسي نخبګانو کې شته حساسیتونو ته په پام سره په تېره بیا له دولتي صلاحیتونو او واکونو (او هم دولتي اسانتیاو او فرصتونو) څخه د ګټې اخیستنې د څرنګوالي په برخه کې، د فیفا موسسه وړاندیز کوي چې د ملي یووالي حکومت دې د ټاکنو د بېلابېلو برخو په ترسره کولو کې چې د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو په مهالوېش کې په ګوته شوي، لازم غور او احتیاط وکړي ترڅو دغه اندېښنې ځواب او د ټاکنو اعتبار زیات شي. تمه کېږي چې د حکومت ګامونه په کافي اندازه راڼه او څرګند وي چې د ټاکنیز کمپاین شک پرې ونه شي. د حکومت کړنې باید داسې وي چې خلک او نوماندان ډاډمن شي چې د دوی فعالیتونه د حکومت د عادي ماموریتونو او طرحو د پلي کولو په موخه دي او د ملي یووالي حکومت د رهبرانو د راتلونکو ټاکنیزو پروګرامونو سره هېڅ تړاو نه لري.

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

6/1/2019

نېټه

فیفا

خپروونکی

منشور

ډول

ټاکنی

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA