د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د ټاکنیزو اصلاحاتو د یو نیم کال پلټنه: له ژمنې تر عمله

»ټاکنیز اصلاحات» د ملي یووالي حکومت د رامنځته کېدو د سیاسي هوکړه لیک په متن کې یو له څلورو اساسي او ارزښتمنو بحثونو څخه دی. د ۲۹/۶/۱۳۹۴مې نېټې له ناورینه ډکو ټاکنو څخه وروسته چې د پلان شویو درغلیو او د ټاکنیزو بنسټونو د مدیریت ضعف ډېرو نیوکو سره مخامخ شوې، د ټاکنو دویم پړاو د دوه نوماندانو تر منځ د ملي یووالي حکومت د ۷ فقره یيزې هوکړه لیک په لاسلیکولو سره چې په ټاکنیز نظام (قوانین او بنسټونه) کې د اصلاحاتو راوستل، د نفوسو سرشمېرنه او د برېښنایي پېژندپاڼو وېشل، د اساسي قانون د تعدیل لپاره د لویې جرګې جوړول او په پارلماني نظام باندې د ریاستي نظام بدلون پکې وو، رامنځته شو. د دغه هوکړه لیک په پنځمه ماده کې د ملي یووالي حکومت رهبرانو ژمنه وکړه چې د افغانستان راتلونکو ټاکنو په هکله د ډاډ او باور ترلاسه کولو لپاره ټاکنیز نظام (قوانین او بنسټونه) بنسټیزو بدلونونو ته اړتیا لري. د هوکړه لیک په یوې مادې کې راغلي: د ملي یووالي حکومت له تاسیس څخه سمدلاسه وروسته (د ۱۳۹۴ کال د پارلماني ټاکنو څخه مخکې) ولسمشر د ټاکنیز نظام د اصلاح په موخه ځانګړی کمیسیون رامنځته کوي. دغه کمیسیون د کارونو د پرمختګ په هکله اجرایي رییس ته رپوټ ورکوي او د حکومت کابینه د دغه کمیسیون وړاندیزونه پلټي او د پلي کېدو لپاره یې لازم ګامونه تر لاس لاندې نیسي.

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

3/30/2016

نېټه

130

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځنۍ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA