د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


د ۱۳۹۷ کال د پارلماني ټاکنو د څارنې راپور

په هېواد کې د نوي سیاسي نظام تر رامنځته کېدو وروسته درېیمې پارلماني ټاکنې له درې کاله ځنډ سره د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۲۸مه وشوې. دا چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د لوجستیکي او مدیریتي کبلونو له مخې ونه توانېده چې د ټاکنو په ورځ د رایې اچونې یو شمېر مرکزونه پرانیزي، په دغو مرکزونو د تلې په ۲۹مه رایه اچونه وشوه. په کندهار ولایت کې د څو دولتي چارواکو تر وژل کېدو وروسته د ناسم امنیتي وضعیت له کبله ټاکنې یوه اونۍ وروسته د لړم په ۵مه وشوې. په دې ډول د ۱۳۹۷ کال پارلماني ټاکنې د یوې ورځې پر ځای په درې وځو کې وشوې. د افغانستان له ۳۳ ولایتونو څخه (د غزني ولایت له ۱۱ څوکیو پرته) په ټوله کې ۲۶۹۱ نوماندانو د ۲۳۸ څوکیو د ترلاسه کولو لپاره سیالي وکړه. د نوماندانو شمېر تر یوه بریده د هر ولایت د نفوسو له کچې سره سمون لري، کابل د تر ټولو ډېر شمېر (څه دپاسه ۸۰۰) نوماندان ول. له بده مرغه، لکه څنګه چې تمه کېده د ښځینه نوماندانو شمېر د عادي ګډون تر کچې ډېر ټیټ وو.,په وروستیو ټاکنو کې له ټولو نږدې ۲۷۰۰ نوماندانو څخه یوازې ۴۱۸ یې ښځې وې. که څه هم د ښځینه نوماندانو شمېر د مخکنیو ټاکنو په پرتله زیات شوی، خو لا هم د منلو وړ او د جنسیتي نابرابریو له هواري سره ډېر واټن لري. خو د ټاکنو ترسره کېدل له بېلابېلو ننګونو سره مخامخ وو. ناامنۍ، د ټاکنو په پروسه کې د حکومتي مسوولینو، سیمییزو مخورو او نوماندانو لاسوهنه او د کمیسیونونو د مسوولینو فساد او کمزورتیا د ټاکنو د سلامتیا او روڼتیا تر مخ له مهمو خنډونو څخه وو. د ۱۳۹۷ کال د پارلماني ټاکنو په مدیریتي، فني او حقوقي برخو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمزورتیا د پام وړ وه. د رایې اچوونکو د نوملړ چمتو کولو پروسه له ستونزې سره مخ وه، د ټاکنو کمیسیون ونه توانېد چې نوملړونه د رایې اچونې ډېری مرکزونو ته ولېږدوي او یا په ډېری مواردو کې نوملړونه په تېروتنې سره نورو مرکزونو ته استول شوي وو. د ټاکنو په ورځ له بایومټریک څخه ګټه اخیستل نوې تجربه وه چې د کمیسیون د کارکوونکو د کمزورتیا او د لوجستیکي او مدیریتي ستونزو له کبله په سمه توګه ونه کارول شو. د دغې ستونزې په پایله کې د ټاکنو کمیسیون له بایومټریک پرته رایې هم د اعتبار وړ اعلان کړې. دغې چارې درغلۍ ته لار هواره کړه او خلک یې د ټکنالوژۍ په کارولو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د توان پر وړاندې ناهیلې کړل.

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

5/25/2019

نېټه

فیفا

خپروونکی

رپوټ

ډول

ټاکنې

برخه

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA