د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


د ولسي جرګې د مشر د ټاکنو اړوند کړکېچونو په اړه د فیفا دریځ

د پارلمان اولسم دور د پارلماني ټاکنو د پایلو د اعلان په تړاو د ډېرو لانجو او ناندریو له کبله تر څه دپاسه دوه میاشتني ځنډ وروسته د غویي په ۶مه پرانیستل شو. تمه کېده چې د دوه میاشتني ځنډ د جبرانولو لپاره د پارلمان دغه دور په بېړنۍ توګه کار پیل کړي او د اداري پلاوي او د کمیسیونونو د مشرانو تر غوراوي وروسته خپل کاري لومړیتوبونه په ګوته کړي او د هېواد او خلکو ستونزو ته ورسېږي او خپلې دندې پرمخ یوسي، خو اوس چې د پارلمان د دغه دور له پیل څخه یوه نیمه میاشت تېرېږي، د نظام دغه قوه د جرګې د مشر په ټاکنه کې له بندون سره مخامخ شوې چې شته وضعیت ته په کتو سره هوارېدونکی نه ښکاري. له بده مرغه دغه شورا په تېرو اوولسو غونډو کې نه ده توانېدلې چې د پارلمان د مشر د ټاکنو پر سر رامنځته شوی بحران مدیریت کړي او پای ته یې ورسوي. هغه څه چې اوسمهال د افغانستان په پارلمان کې تېرېږي، خورا ناهیلې کوونکی دی او د دغه بنسټ منفي انځور د خلکو ته وړاندې کوي. د فیفا څېړنې او موندنې ښيي چې د اوولسم دور پارلمان هم د عمر له مخې او هم د زده کړې د کچې له مخې د تېرو دوو دورو په پرتله ځوان او لوستی دی. تمه کېده چې د پارلمان دغه دور له قومي، سمتي او سیاسي تنګ نظره لیدلورو پرته د افغانستان نوی څپرکی نندارې ته وړاندې کړي. فیفا د ملي شورا د اوولسم دور له پيل څخه په منظمه توګه د دواړو جرګو له غونډو مشاهده کوي او هغه څه چې تر اوسه په ولسي جرګه کې تېرېږي په غور څاري. د دغې موسسې موندنې ښيي چې د جرګې د مشر د ټاکنې اړوند د رامنځته شوي بحران په دوام کې بېلابېل عوامل ښکېل دي. خو هغه څه چې خواشینوونکې ده د شته وضعیت پایله ده چې له یوې خوا یې د ولس د کور حیثیت او اعتبار ته زیان رسولی او له بلې خوا یې د نظام یوه قوه فلج کړې ده. په داسې حال کې چې اوس مهال په حکومت کې ډېرې ستونزې شته او ډېری وزارتونه د سرپرستانو په مټ اداره کېږي، پارلمان د خپلمنځي بحران له کبله د حکومت پر کړنو هېڅ ډول څارنه نه لري. د دغه وضعیت دوام پخپله د بحران پراختیا او فساد ته لار هواروي او «د ولس کور» یې عملا د خپلمنځي ستونزو په هواري کې کمزوری کړی دی. سربېره پر دې، دغه وضعیت په راتلونکو درې میاشتو کې کېدونکې ولسمشریزې ټاکنې هم د رایې اچوونکو د ګډون د کچې له مخې او هم د پایلې د منلو له مخې اغېزمنولی شي. په شپاړسم او پنځلسم دور کې د جرګې د مشر د ټاکنو تجربې ته او هم د پارلمان د کورنیو دندو په اصولو کې نیمګړتیاو ته په کتو سره اوسنی وضعیت له مخکې د اټکل وړ وو. فیفا په تېرو دوو دورو کې د جرګې د مشر د ټاکنو له ننګونو څخه د زده شویو درسونو په رڼا کې په دې برخه کې څېړنې وکړې ترڅو د افغانستان د پارلمان د شته بندون لپاره حل لاره په ګوته کړي.

نور جزئیات

6/10/2019

نېټه

30

د ګډون کوونکو شمېر

1 ورځ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA