د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه


د ټاکنیزو او په ټاکنو کې د ښکېلو بنسټونو تر منځ د همغږۍ اوومه غونډه

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) د ټاکنیزو او په ټاکنو کې د ښکېلو بنسټونو د همغږۍ اوومه غونډه د دغه بنسټ د کنفرانسونو په تالار کې جوړه کړه. په دغه غونډه کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون، د ملي احصائیې او معلوماتو د ادارې ګډون کړی و. د دغې غونډې موخې د یادو بنسټونو تر منځ د همغږۍ او همکارۍ لا زیاتوالی، د ټاکنو تر منځ د پرتو ستونزو او خنډونو په ګوته کول او د ټاکنو په برخه کې د دوی له کړنو څخه د معلوماتو ترلاسه کول و. د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمېشنر ښاغلي ډاکټر رفیع الله بیدار د ټاکنو په ورځ د بایومټریک له سیستم څخه د ګټې اخیستنې په هکله خبرې وکړې چې اوس د افغانستان دولت په دې برخه کې بودجه ځانګړې کړې او د ټاکنو خپلواک کمیسیون په واک یې ورکړې. هغوی یادونه وکړه چې د بایومټریک د وسایلو او سرور په چمتو کولو کې عملي ګامونه پورته کړي چې تر اوسه د دغې ټکنالوژۍ زیاتره برخې افغانستان ته راوړل شوي او د ټاکنو خپلواک کمیسیون په واک کې ورکړل شوي او د ټاکنو خپلواک کمیسیون له لوري د تعین شوې مودې له مخي ټاکل شوې ده چې د سپټمبر په ۴مه د بایومټریک اړوند ټول وسایل افغانستان ته راورسیږي. د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون استازي ښاغلي نظري د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د سرغړونو اړوند شکایتونو ته د رسېدنې معلومات ورکړل او وې ویل چې تر اوسه ټول شکایتونه چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته رسېدلي (۱۴۲) مورده دي خو ۸۹ مواردو په هکله یې پرېکړه شوې او ۲۳ موارده یې پاتې دي. ورپسې د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې استازي د جعلي او بیاځلي پېژندپاڼو د پېژندلو د میکانیزم په اړه بحث وکړ او وې ویل ترڅو چې ټول ښاروندان بایومټریک نه شي د دې ادارې لپاره ډېره ستونزمنه ده چې د جعلي پېژندپاڼو د جوړېدو او خپرېدو مخه ونیسي. د تابعیت د پېژندپاڼې د وېشلو لپاره دغې ادارې د ولسمشر د لارښوونې له مخې ښاروندانو ته د ۱۰ میلیونه پېژندپاڼو د وېشلو دنده اخیستې وه او تر اوسه توانېدلې چې شاوخوا پنځه میلیون او شپږ سوه زره پېژندپاڼې د هېواد ښاروندانو ته ووېشي. د مرکزي احصائیې ادارې د ولسمشرۍ د مقام د لارښوونې پر بنسټ دنده اخیستې چې په تخنیکي برخه کې د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره همکاري وکړي یانې د بایومټریک له دستګاه څخه د ګټې اخیستنې د څرنګوالي او روزنې په برخه کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون له هغو کارکوونکو سره مرسته او همکاري وکړي چې د ټاکنو په ورځ د بایومټریک له الې یا دستګاه څخه ګټه اخلي.

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

10/2/2018

نېټه

10

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځ

موده

کابل، افغانستان

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA