د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د ۲۰۱۸ کال د ټاکنو له ښکېلو بنسټونو سره د همغږۍ درېیمه غونډه

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) د ټاکنو له ښکېلو او اړوند بنسټونو سره د همغږۍ درېیمه غونډه د روان کال د غبرګولي په ۲یمه نېټه کې جوړه کړه. د دغې غونډې موخې د یادو بنسټونو تر منځ د همغږۍ او همکارۍ سمون او د ټاکنو په برخه کې د دوی د کړنو د معلوماتو ترلاسه کول دي. په دغه غونډه کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون، د سیمییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د نفوسو د احوالو د ثبت خپلواکې ادارې، د ښځو چارو وزارت، د مرکزي احصائیې ادارې، د ډموکراټیک ملي انستیتیوت او د مدني ټولنې د بنسټونو ته ورته بنسټونو څخه ۱۶ استازو ګډون درلود. که څه هم د کورنیو چارو وزارت سره له بیا بیا اړیکې نیولو او د رسمي مکتوب په استولو سره بیا هم د دغه بنسټ استازي په غونډه کې ګډون ونکړ. دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ټاکنو د کېدلو په تړاو د امنیت موضوع یو له مهمو بحثونو څخه ده او د کورنیو چارو وزارت استازي باید د ټاکنو د ښکېلو او اړوند بنسټونو د استازو پوښتنې او اندېښنې ځواب کړی وای. په سر کې د فیفا د ټاکنو د برخې او ولایتي اړیکو مسوول رحمت الله صالحي د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د غونډې موخې او اجنډا یې تشرېح کړه او له ګډونوالو څخه یې وغوښتل ترڅو د خپلو مسوولیتونو په چوکاټ کې د خپلو وروستیو کړنو په اړه معلومات وړاندې کړي. د اجنډا له مخې لومړی د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمېشنر ښاغلي ډاکټر رفیع الله بېدار د اجنډا د موضوعاتو په هکله معلومات وړاندې کړل. نوموړي د ټاکنیزو او په ټاکنو کې د ښکېلو بنسټونو تر منځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه د فیفا له هڅو څخه منندوینه او ستاینه وکړه او څرګنده یې کړه: وروستۍ شمېرې چې روان کال د غبرګولي تر لومړۍ نېټې پورې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د نوم لیکنې په تړاو رسېدلي، دا دي چې په ټوله کې ۲۴۶۱۴۸۸ کسانو نومونه ثبت کړي او له هغو څخه ۱۶۸۸۶۷۶ یې نارینه، ۷۱۸۴۰۹ یې ښځینه، ۵۳۹۶۱ یې کوچيان او ۴۴۲ یې هندوان دي چې د سلنې پر بنسټ وېلای شو چې له ټولو شمېرو څخه ۷۱ سلنه یې نارینه او ۲۹ سلنه یې ښځینه دي. په لومړي پړاو کې د ۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې باید ۱۴۱۹ مرکزونه فعال وای چې په لومړۍ میاشت کې له هغو څخه ۱۲۹۲ مرکزونه پرانیستل شوي وو. د هغو مرکزونو شمېر چې هېڅ نه دي فعال شوي ۴۴ مرکزونه ول او ۸۳ مرکزونه د لوړ امنیتي ګواښونو له کبله تړل شوي دي.

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

5/23/2018

نېټه

16

د ګډون کوونکو شمېر

1 ورځ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA