د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د ټاکنو اړوند او ښکېلو بنسټونو تر منځ د همغږۍ د اتمې غونډې راپور

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) د ۱۳۹۷ کال د کب په ۲۷مه د ټاکنو اړوند او ښکېلو بنسټونو تر منځ د همغږۍ اتمه غونډه چې پکې کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون، د ښځو چارو وزارت او د مدني ټولنې بنسټونو څخه ۲۰ استازو ګډون کړی وو د دغه بنسټ د کنفرانسونو په تالار کې جوړه کړه. د ټاکنو د اړوند او ښکېلو بنسټونو استازو د خپلو فعالیتونو او کاري پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل. په پیل کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمېشنرې مېرمن رحیمه ظریفي وویل چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر خپلمنځي ټاکنو وروسته د دغه کمیسیون نوې کاري ډلې په ګډه تصمیم ونیوه چې پر خپلو مهمو لومړیتوبونو کار وکړي او تصمیم لري چې د غزني ولایت پارلماني ټاکنې، د ولایتي شوراګانو، د ولسوالیو شوراګانو او ولسمشریزې ټاکنو چې په پام کې وه د ۱۳۹۷ کال د کب په ۱۰مه وشي، د رایې اچوونکو د نوملیکنې د وخت په ګوته کولو باندې کار وکړي. ورپسې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون غړي ډاکټر الیاسي د دواړو کمیسیونونو او سیاسي ګوندونو تر منځ د همغږۍ له رامنځته کېدو خپله ښویني (خوشبیني) وښوده او ویې ویل چې د ولسمشرۍ د نوماندانو د وروستي نوملړ د اعلان د وخت په برخه کې د کورنیو چارو وزارت او لویې څارنوالۍ همکارۍ ته اړتیا لري ترڅو د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دوه تابعیته او بشري جرمونو لرونکي نوماندان په ګوته کړي. نوموړي د پاتې ولایتونو د شکایتونو د پلټنې په برخه کې وویل چې د ۹ حوزو د شکایتونو پلټنه نږدې بشپړه شوې او اوس ۴۲۰ استینافي قضیې پلټي. ورپسې د ښځو چارو وزارت استازې مېرمن بریالی د دغه وزارت اړوند موضوعاتو په اړه وویل چې تر اوسه د دغه وزارت لخوا ترسره شوي کارونه په لاندې ډول دي: 1. د تلاشي کوونکو ښځو د استخدام لپاره د شرایطو چمتو کول؛ 2. د ولایتونو په کچه د ښځو چارو د ریاستونو په همکارۍ هغو ښځو ته د پېژندپاڼو د اخیستلو د اسانتیاو برابرول چې تر اوسه یې پېژندپاڼې نه دي اخیستي؛ 3. د ښځو چارو وزارت د اروپا اتحادیې په همکارۍ د ښځو د سیاسي ګډون د زیاتوالي په موخه د مرکز او ولایتونو په کچه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کړي دي؛ 4. د ښځو چارو وزارت (د ټاکنو په پروسه کې د ښځو د سیاسي ګډون) په برخه کې پر یوې پالیسۍ کار کوي چې ډېر ژر به نهایي شي چې وروسته به له ښکېلو او اړوند بنسټونو سره شریکه شي.

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

3/18/2019

نېټه

20

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځ

موده

کابل، افغانستان

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA